لیکنه: محمدصابر حمیدي
د ویسټ انډیز هیواد د کرکټ ملې لوبډلې پخوانی او په آی پي ایل سیالیو کې د کینګز الیون پنجاب لوبډلې اوسنی تکړه او نامتو لوبغاړی کریس ګیل لومړنی لوبغاړی شو، چې په شل اوریزه سیالیو کې زر شپږیزې وهي.
هغه د آی پي ایل سیالیو په ۵۰مه لوبه کې پرون د راجستان په وړاندې ۹۹ منډې جوړې کړې، چې په یادو منډو کې یې اته شپږیزې ووهلې او په شل اوریزه سیالیو کې یې خپلې شپږیزې تر زر واړولې.
د کریس ګېل شپږیزې
د نړۍ دې نامتو چپ لاستي توپوهونکي د ملې لوبډلې په ګډون په نړیوالو کلبونو کې ټولې ۴۱۰ شل اوریزه سیالۍ ترسره کړې دي، چې په یادو سیالیو کې یې ۱۳۵۷۲ منډې جوړې کړي دي.
ګېل په یادو سیالیو کې ۱۰۰۱ شپږیزه او ۱۰۴۱ بیا څلورېزې وهلې دي.
د دې ترڅنګ یې په شل اوریزه سیالیو کې ۲۲ سلیزې او ۸۵ بیا نیمه سلیزې وهلې.
شل اوریزه سیالیو کې زیاتې شپږیزه وهونکي لوبغاړي
۱ـ کریس ګېل ۴۱۰لوبي ۱۳۵۷۲منډې ۱۰۰۱ شپږیزې
۲ـ کیرون پولارډ ۵۲۴لوبې ۱۰۴۲۵منډې ۶۹۰ شپږیزې
۳ـ مایکلم ۵۲۴ لوبې ۹۹۲۲منډې ۴۸۵شپږیزې
۴ـ واټسن ۳۴۳لوبې ۸۸۲۱منډې ۴۶۷شپږیزې
۵ـ انډري رسل ۳۳۹لوبې ۵۶۷۹منډې ۴۴۷شپږیزې
۶ـ ډیویلرز ۳۲۲لوبې ۸۹۹۶منډې ۴۱۷شپږیزې
۷ـ ایرون پنیچ ۲۹۸لوبې ۹۲۷۵منډې ۳۸۴شپږیزې
۸ـ روهیت شرما ۳۳۷لوبې ۸۹۰۲منډې ۳۷۶شپږیزې
۹ـ ډ ر سمیت ۳۳۷لوبې ۷۸۷۰منډې ۳۷۵شپږیزې
۱۰ـ ډیویډ وارنر ۲۹۴لوبې ۹۷۱۲منډې ۳۷۱شپږیزې