چین خپل بیرغ په سپوږمۍ کې نصب کړ. د چین د فضا مرکزي عکسونه خپاره کړي دي.
د جزيیاتو له مخې، چین سپوږمۍ ته د سپوږمۍ څخه د بېلګو راټولولو لپاره یو فضایې ماموریت استولی و، کوم چې یو ځل بیا پر قمري ځمکه د چین بیرغ ورپولو.
دا عکسونه د ډېسامبر په څلورمه د چین د فضا ملي ادارې لخوا خپاره شوي، چې په کې د چنګ ۵ په نوم یوه فضايي الوتکه د چین ملي بیرغ ځوړندوي، دا ځل چین سپوږمۍ ته د ریښتیني ټوکر(رخت/ تکه) څخه جوړ شوی بیرغ لیږلی دی.
دا انځورونه د “پینورامیک” کمرې څخه اخیستل شوي، چې په فضایې الوتکه کې نصب شوې وه، کومه چې د پنجشنبې په ورځ له سپوږمۍ څخه د نمونو سره راستنه شوې ده.
د چین “چنګ پنځه” تحقیقاتي ماموریت د نومبر په ۲۴ پیل شو،او د دسمبر په ۱ اول یې ، فضايي الوتکه د طوفانونو شمال کې د سپوږمۍ پر ځمکه کښېناسته.
پرون یې د سپوږمۍ څخه د خاورو او ډبرو نمونو راټولولو ماموریت بشپړ او بېرته حرکت وکړ. چنګ ۵ د دوه میتودونو/طریقو په کارولو سره نمونې راټول کړي؛ چې لومړی یې آسانه او ساده وو، په داسې حال کې چې دویم یې د رباټ لخوا ترسره شوي و. د هغو د وسلو په مرسته هلته برمه کول او بیا نمونې ترلاسه کول.
د راپور په حواله، سپوږمکۍ سپوږمۍ د ۲ کیلومټره ژورې څخه نمونې ترلاسه کړې او د معلوماتو څارنې متخصصینو ته یې لیږلي.
“چانګ پنځه” ماموریت د چینایي فضا په تاریخ کې تر ټولو پېچلی او ننګونکې ماموریت ګڼل کېږي. په نړۍ کې لومړنی ماموریت دی، چې په تېرو ۴۰ کلونو کې د سپوږمۍ څخه نمونې راوړي.