دنگ شیائوپینگ؛ د چین اقتصاد یې څنګه ورغوه او د معمار لقب یې خپل کړ؟

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

یو وخت چین د خپل زیات نفوس له کبله په نړۍ کې مشهور و، خو اوس یې د پياوړي اقتصاد له کبله زیات خلک پېژني.
د اقتصادي پياوړتیا په برخه کې یې بیا دنگ شیائوپینگ د خاصې یادونې وړ ځکه دی، چې نوموړی د چین د اقتصاد معمار ګڼل کیږي.
هغه څوک و؟
دنگ شیائوپینگ له اویایمې تر ۹۰مې لسیزې د چین رهبر و.
نوموړی ۱۱۵ کاله پخوا د ۱۹۰۴ د اګست په ۲۲مه نړۍ ته راغلی.
دغه سړی د چین د صنعت، کرنې، ټیکنالوژۍ او په ټوله کې د اقتصاد پلار ګڼل کیږي.
د دغه سړي کمال دا و، چې د چین اقتصاد یې له مارکسیستي نظریې څخه لویدیزو نظریو سره عیار او پر دغې نظریې غښتلی او پياوړی کړ.
د چین د اقتصاد معمار خپلې زده کړې په فرانسه کې وکړې.
هغه د محصلۍ له وخته د کمونیست ګوند غړی و. د وخت له تېریدو سره هغه د مائوتسه تونگ په مشرۍ د دغه ګوند له مهمو کسانو څخه شو.
مائوتسه تونگ د ۱۹۴۹ له انقلاب څخه وروسته دنگ د یاد شوي ګوند عمومي منشي وټاکه.
دنگ د چین د ولسمشر لیوشائوکی په ملتیا له پيله هر څه نه زیات له اقتصادي اصلاحاتو سره مرسته وکړه.
د نوموړي فعالیت او نوښتونه ده ته د زیات محبوبیت سبب شول، تر دې چې د ګوند رهبر زر له عمومي منشي توب څخه بیرته ګوښه کړ.
شیائوپینگ په ۱۹۷۴ کې بیرته د ګوند مشرۍ ته را وګرځیده
دوه کاله پس بیا له دغه منصب څخه ایسته شو، خو په ۱۹۸۰ کې د ګوند عمومي رهبرۍ ته ورسیده.
هغه له رهبرۍ سره د چین د نړیوال منزوي توب پرضد کارونه پیل کړل.
دی وتوانیده پر اقتصادي اصلاحاتو د زیاتې تکیې په وسیله دغه هدف ته په تدریجي ډول ځان ورسوي.
ده د سوسیال اقتصاد پرځای د غرب له اقتصادي نظریاتو ګټه واخیسته او د چین اقتصاد یې د مختلط سیستم لرونکی کړ.
نوموړي په اقتصادي قوانینو کې لازم اصلاحات راوستل، خصوصي سکتور ته یې د فعالیت زمینه برابره کړه او دغه برخه یې د دولت د کنټرول ترڅنګ پیاوړي کړل.
ده دغه راز کرنه، صنعت او نورې مهمې برخې زیات بډای کړل، په هره برخه کې یې عصري ماشینري خپل هېواد ته راوړه او هېواد یې پرې غښتلی کړ.
هغه په دې برخه کې زیاتې ناندرۍ او سیاسي اختلافونه ومنل، خو چین یې د عصري او نوي اقتصاد څښتن کړ.