د ماشومانو شوخي د ماشومتوب ګډوډیو سره څه اړیکه لري؟

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ښار ته روانه وم په کاسټر موټر کې مې یوې مور ته پام شو چې له خپل بچي سره ډېره په عذاب وه، زوی یې هېڅ پۀ کنټرول کې نۀ وو کله به د چوکۍ سر ته وخوت کله به یې مور لۀ وېښتو راونیوله او کله به یې آن وهلو ته مخه کړه، هېڅ څۀ ته یې پام نۀ کاوۀ د مور پۀ خبره به یې داسې ځان ناګاره کړ چې تا به ویل هېڅ یې اورېدلې نده، همدې هلک ته فکر وړې وم چې بالاخره تم ځای راورسېد او زۀ کښته شوم، خو دا هلک هېڅ عادي راته ښکاره نشو، فکر مې وکړ چې ښایي کومه ستونزه ولري، بیا مې فکر وکړ چې دا خو کومه طبي ناروغي نده نو لۀ ډاکټر سره مشوره ښایي ډېره ګټوره تمامه نشي، د یوې ژورنالېستې پۀ توګه مې پلټنه پیل کړه، فکر ته مې راغلل چې ښایي پۀ ارواپوهنه پورې اړه ولري، پر همدې موخه کابل کې د اروایي مشورو یوۀ مرکز ته ورغلم او د مرکز لۀ مسؤلینو مې پوښتنه وکړه چې ددې دا ستونزه اروایي ده؟ او داسې څوک شته چې پۀ دې اړوند مرکه ورسره وکړم؟ هغوی راته وویل هو! لنډه دا چې بریالۍ شوم تر څو لۀ ارواپوه عبدالجلیل امرخېل سره پر همدې موضوع بحث وکړم حیرانوونکی بحث وو. هیله ده تر پایه یې راسره ولولئ!

پوپلزۍ: سلامونه امرخېل صېب خدای دې وکړي چې روغ جوړ او لۀ کرونا نه به پۀ امن یاست پۀ سر کې غواړم وپوښتم چې د ماشومانو شوخي لۀ کومې اروایي ګډوډۍ سره تړاو لري او کۀ عادي مسله ده؟

امرخېل: سلام تاسو، همکارانو او درنو لوستونکو ته، پۀ دې هیله چې لۀ هر آفته به خوندي یاست. پۀ سر کې غواړم د عادي شوخۍ پۀ اړوند بحث او خبرې وکړم، ذاتاً ټول ماشومان شوخ دي او کۀ شوخ نۀ وي ښایي کومه اروایي یا بدني ګډوډۍ ولري او یا یې پر ځان باور سخت ټیټ وي، چې باید د ماشومتوب پۀ لومړیو کلونو کې یې غم وخوړل شي، خو شوخي هم خپله کچه لري کۀ لۀ حده ووځي پر ستونزو اوړي او ګډوډۍ ورڅخه جوړیږي. ډېرځله میندې او پلرونه پۀ ناخبره ډول د ماشوم ناسمې کړنې هڅوي او ورو ورو د ماشوم د شخصیت برخه ګرځي بیا وروسته دا چې پۀ عادت بدله شوې پۀ اسانه یې نشي پرېښودلای. تر دې ځایه مو د عادي شوخۍ پۀ اړوند خبرې وکړې اوس پر غیر عادي شوخۍ چې ADHD یا بیش فعالي یې بولي خبري کوو، ADHD پۀ ماشومانو کې د نۀ پاملرنې او ډېر فعالیت ګډوډي ده چې ډېر ځله د مغز د ډېر حرکت مننونکي حالت لۀ امله مینځته راځي او او پۀ ټولنه او کورنۍ کې شدت مومي او ډېریږي.

پوپلزۍ: استاد تاسو د ADHD ګډوډۍ یادونه وکړه دا څنګه ګډوډي ده او نښې یې څۀ دي؟

امرخېل: ADHD یا Attentional Deficit and Highpractivity Diorder پۀ اصل کې د مغز د ودیزو ګډوډیو لۀ ډلې څخه یوه مهمه او ډېره خپره ګډوډي ده، چې پر مهال یې اړوند ماشوم بې توجه وي، بې رنګه او بې پروا فعالیتونه تر سره کوي، لۀ فکره وړاندې عمل کوي، تل پۀ حرکت کې وي، د لوبو وسایل ژر ژر خرابوي، یو فعالیت تر آخره نشي رسولای، لۀ یوې چارې بلې چارې ته ورځي، تل دروغ وایي، ډېر ډاریږي، پۀ ښوونځي او زده کړو کې پۀ ټیټه کچه کې روان وي، پۀ لیکلو او لوستلو کې ستونزه لري او د موروپلار د تمې خلاف چارې ترسره کوي. لۀ درې کلنۍ نه وروسته راڅرګندیږي او لامل ګرځي چې ډېری ماشومان، لۀ زده کړو پاتې او د ټولنې پۀ عامه اصطلاح ټنبل شي.

پوپلزۍ: استاد وړاندې مو وویل چې میندې پۀ خپل لاس د خپلو ماشومانو ناوړه چلند او کړنې تقویه کوي، دا یاني څنګه؟

امرخېل: هو! پر دې اړوند غواړم یو مثال ورکړم، یو ماشوم پۀ لومړیو کې د خپلو غوښتنو تحمیلولو لپاره چغې وهي والدین یې غوښتنه پوره کوي ورو ورو ماشوم زده کوي چې چغې او فریاد یې د غوښتنو منلو کېدو یوازینۍ لاره ده، کله چې ماشوم پوهیږي، چې عادي چغې یې غوښتنې نشي پوره کولای نو د خپلو نارو شدت او سرعت ډېروي مور یا پلار یې دا ځل ژر غوښتنه پوره کوي ماشوم زده کوي چې د هیجانونو شدت لامل ګرځي چې غوښتنې یې پۀ بیړه پوره شي، ورو ورو د ماشوم یاد شدت هم د والدینو لپاره عادي کیږي ماشوم د نورو لارو پۀ لټه کې کیږي او زده کوي چې کۀ دې دا ځل دې غوښتنه پوره نۀ شوه ګواښ وکړه چې فلانی شی ماتوم یا فلانی کس وهم، پۀ ګواښ سره د ماشوم غوښتنه پوره کیږي ماشوم زده کوي چې د غوښتنو نۀ پوره کېدو پۀ صورت کې ګواښ پۀ ریښتیا هم بدلېدای شي او کرار کراره د شیانو پۀ ماتولو پیل کوي تر دې ځایه یې د ماشوم څلور ناوړه کړنې، چغې، کنځل، وهل ټکول او ګواښل ښه سم تقویه کړل، وروسته تقویت منفي شکل غوره کوي هرکه چې ماشوم، شیان ماتوي، وهل کوي او یا ځان ته زیان رسوي والدین لۀ منفي چلند، کنځلو او یا وهلو ګټه پورته کوي، ماشوم ضد کوي او وروسته د خپلو ناوړه کړنو شدت څو چنده ډېروي، لۀ بلې خوا د وهلو شدت هم ورځ پۀ ورځ ډېریږي، ماشوم ورو ورو پۀ خپله وړتیا باور پیدا کوي او د چا خبره نۀ مني، دا پۀ کور کې جنجالونه رامینځته کوي او ناخوالې ډېروي، بلاخره ماشوم نوې ځوانۍ ته رسیږي پۀ ځان کې نوي بدلونونه احساسوي پر ځان باور پیدا کوي لۀ دې سره یې عقدې او ضد هم وده کوي، پر همدې مهال سر زوري، سرغړونه او احساساتي چلند د شخصیت برخه ګرځي او د تل لپاره یو ګوښه ګیر او خشن انسان ورڅخه جوړیږي.

پوپلزۍ: استاد د لۀ کچې وتلې شوخۍ نور لاملونه څۀ دي؟

امرخېل: کورنۍ ناخوالې، جنګ جګړې، د وحشت ناکه فلمونو لیدل، جنسي ځور، د مورو پلار لۀ لاسه ورکول، طلاق، ډېر اطاعت او لۀ حده ډېر نازول هم کولای شي ماشوم پۀ شوخۍ کې افراط ته اړباسي.

پوپلزۍ: استاد ADHD او لۀ حد نه وتلې شوخي چې پر ناوړه او ورانکارو کړنو اوړي دا دواړه پۀ نجونو کې ډېرې لیدل کیږي کۀ پۀ هلکانو وو کې؟

امرخېل: څېړنو ښودلې چې ADHD پۀ هلکانو کې تر نجونو ډېره ده خو شوخي او پرخاشګري بیا توپیر کوي، پۀ نجونو کې ژبنی آزار، چغې او فریاد ډېر دی او پۀ هلکانو کې بیا فزیکی ځور، لکه وهل، ټکول، ماتول، جنګ او جګړې ډېرې لیدل کیږي.

پوپلزۍ: استاد پایلې به یې څۀ وي؟

امرخېل: د ورانکارو کړنو او لۀ حده وتلې شوخۍ پایلې به، سرغړونه، د ښوونځي پرېښودل، ناسالمې اړیکې، بې جرئتي، ټیټ ځان درناوی او ټولنیز اضطراب وي. او د ADHD ګډوډۍ پایلې ښایي پۀ زده کړه کې ستونزې، بې توجهي، لۀ زده کړو ستړیا او پۀ راتلونکي کې بېکاره پاتې کېدل وي، باید یادونه وکړم چې پۀ ښوونځیو کې ډېری ټنبل ماشومان پۀ بېلابېلو کچو د ADHD ګډوډي لري.

پوپلزۍ: استاد د وروستۍ پوښتنې پۀ توګه کۀ راته ووایئ چې د شوخۍ او ADHD ګډوډۍ حل لارې به څۀ وي؟

امرخېل: لومړی شوخۍ ته راځم، پۀ لومړیو کې خو باید میندې او پلرونه د ماشوم د دې ډول چلند مخه ونیسي یاني د ماشوم د ناوړه چلند د تقویت مخنیوی وکړې، تل ماشوم ته پام وکړي، کله کله ماشوم ته “نه” ووایي، کۀ د ماشوم چغو ته پام ونۀ کړي بلکې لۀ ژړا او چغو وروسته خبرې ورسره وشي او دلاسا شي اما د ژړا او چیغو پر مهال مداخله ونۀ شي نو تر ډېره به مو ددې ستونزې د مینځته راتګ مخنیوی کړی وي.

کۀ مو د ماشوم شوخي لۀ کچې وتلې وي نو ورو ورو خپل مقاومت ډېر کړئ یاني د ماشوم د چیغو حوصله ولرئ، ناوړه کړنو ته یې پام مۀ کوئ، ماشوم مو حتما یوه ښه کړنه لري همغه کړنه یې وستایئ، ماشوم سره پۀ یوازې توګه خبرې وکړئ، وهل ټکول او سپکول راکم کړئ، کۀ مو بیا هم ونه شو کولای چې کړنې یې مهار کړئ نو لۀ یوۀ مسلکي ارواپوه سره مشوره وکړئ تر څو یاده ستونزه پۀ مسلکي بڼه حل کړي.

د ADHD ګډوډۍ پۀ اړوند باید ووایم چې یاده ګډوډي بېلابېلې سطحې لري چې ټیته کچه یې ښایي ستونزه پیدا نکړي اما منځنۍ او لوړه کچه یې واقعاً ننګوونکې ده، او باید لۀ ارواپوه سره شریکه شي، تر څو د رفتار درملنې لۀ تکنیک څخه پۀ ګټه اخیستنې سره پۀ مسلکي بڼه مخته ولاړ شي. والدینو ته باید ووایم چې، د یادو ماشومانو بې فکره کړنې، لوړ فعالیت، بې توجهي او پۀ زده کړه کې ستونزې لۀ قصده نۀ دي بلکې د هغوی مغز هماغسې جوړ شوی چې تل یې باید د بدن یو غړی پۀ حرکت کې وي، دقیقاً همداسې لکه موږ چې آرام ناست یو هغو د حرکت او خوځښت پر مهال آرامه وي، نو پر همدې بنسټ، د پاملرنې پۀ موخه فشار، ګواښل، تحمیلول، مقایسه، تاوتریخوالی او زور زیاتی مۀ ورسره کوئ، فعالیتونه یې پر سالمه لار رهبري کړئ، اضافي انرژي یې پر سپورټ ولګوئ، ورو ورو یې پر یوۀ فعالیت د تمرکز دوام ډېر کړئ او تر ډېره یې مثبت فعالیتونه تجلیل کړئ.

پوپلزۍ: نړۍ مننه استاد چې زموږ سترګې مو د يوې بلې ستونزې پر څرانګوالي او رغولو پرانېستې.

امرخېل: ژوندی اوسې له تاسو هم مننه د يو سوکاله او آرام افغانستان په هيله.

پر دې اړوند د نورو معلوماتو لپاره لاندې لینک ته مراجعه وکړئ:

https://youtube.com/channel/UCOlrydbxr3PcKe6HZxXqzrA

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.