هر ماشوم چې موږ وینو د لویانو وسايلو ته ډېره لېوالتیا ښکاره کوي لکه مبایل، د لویانو کالي همداسې نور وسایل خو دا خوښول یې هم ځینې دلیلونه او لاملونه لري.
کله چې موږ د هغه وسیلې څخه د ماشوم د کرارولو لپاره ګټه اخلو لکه مبایل نو ماشوم د هغه سره عادت کېږي او د همدې لپاره په درلودلو یې ټینګار کوي.
د لویانو وسایل که هر څه هم وي ماشومانو ته د لوبو وسایل ښکاري ځکه هر څه ورته نوي ويي، نو ماشومان تل هغه شیان اخلي چې لوبې پري کېږي او خپل ساعت ورباندې تېروي.
کله چې یوه کورنۍ د ماشوم اړتیاوو ته سمه پاملرنه ونه کړي نو ماشوم اړ کیږي، چې د لویانو وسایل واخلي ځکه باید د ماشوم هرې غوښتنې ته په سم ډول پام وشي.
د ماشوم لېوالتیا د لویانو شیانو سره بل لامل دا دی چې ماشوم غواړي د دوی پاملرنه ځانته واړوي، ځکه ماشوم مینې ته اړتیا لري او غواړي له هرې لارې چې کېږي ترلاسه کړي. او دا عادت یې تر ۶ میاشتو پوري دوام کوي.
هر څه چې کور کې وي دوی یې ځان څښتن ګڼي او په دې باندي ویاړي د خوشحالۍ احساس کوي همدې لپاره د لویانو وسایل یې خوښېږي.
داسې ډېرې کورنۍ شته چې د ماشوم خبرو ته غوږ نه نيسي، خو اړینه ده باید موږ د دوی خبرو ته غوږ کېږدو او ارزښت ورکړو، ځان پوه کړو، چې دوی ولې او څه غواړي.
کله چې موږ خپل ماشومانو ته تر دې ښه وسایل چمتو کړل نو دوی خپل وسایل خوښوي، بیا نو اړتیا نه وي چې زموږ وسایل واخلي.
د وسایلو سربېره موږ باید خپل ماشومانو سره لوبي وکړو، په ځانګړي ډول مور او پلار ترڅو د دوی پام واوړي او ښه احساس وکړي ځکه د دوی سره لوبې کول سبب کیږي، چې د لویانو وسایل هېر کړي.