د ماشومانو مغز پياوړي کول له ماشومتوبه پيل کړئ

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ایا د ماشوم به مو ځانګړي وختونه، د لوبو ځانګړي وسایل او یا هم د لومړي ځل ژوبڼ ته تګ په یاد وي؟ په داسي حال چې د ماشومانو وروسته وختونه په یاد نه وي، خو تجربې د هغوی په پرمختګ او روزنه کې مهم کېدای شي. یعنې د خاطرو په وسیله خپل تېر شوي شیان ذهن ته راوستلای شي.
د نوي ماشوم حافظه لکه د یوه بالغ انسان غوندې ښه عمل نه کوي، هغوی  یوه پېښه په ذهن کې نشي ساتلای. کله چې کومه تجربه رسماً وپېژني، نو د هغه په پرتله راحت احساسوي. په عین حال کې د ماشوم د حافظې وړوکي عضلات د زېږېدنې پر وخت په خپل کار بوخت وي. لومړۍ په خپله حافظه تکیه کوي، هماغه حافظه چې رودل، خوړل، د غږونو رامنځته کول، حتا په لاره د تللو مسوولیت لري.
د ماشوم حافظه تر ۶ اونیو پورې د کلمو په معنا پوهېږي، دا حافظه له ماشوم سره د خپلې کورنۍ د غږونو په پېژندلو کې مرسته کوي او دا حافظه د خوړو په خوند او په تېره بیا د خپل نامه او د کلمو د معنا پر پوهېدلو کې هم ورسره مرسته کولای شي.
دا مهارتونه په طبیعي ډول په حافظه کې پرمختګ کوي، خو نورې لارې شته چې له ماشوم سره د هغه د حافظې په پرمختګ کې سره مرسته وکړي.
تازه ساتل:
کله مو چې ماشوم د لومړي ځل لپاره کوم څه ویني، دوی ته نوي وي او هماغه نوي شیان یې په ذهن کې وي او د دوی مغز تحریکوي، د همدغو نويو نويو شیانو ښکاره کول مو د ماشوم هوش پیاوړي کوي.
تکرار، تکرار، تکرار:
کله چې ماشوم یو ځای ته بیایئ یا ورته کومه خبره کوئ، یا یې هم ورسره د خوښې لوبه کوئ، نو د دوی پر وړاندې دا ټول کارونه د دویم ځل لپاره هم ترسره کړئ، ځکه همدا تکرار مو د ماشوم ذهن پیاوړی کوي.
له کلمو څخه ګټه واخلئ:
د هغو ماشومانو د لغاتو زېرمه پیاوړې وي، او ژر خبرې کول زده کوي چې کورنۍ یې ډېرې خبرې ورسره کوي، ځکه دوی هغه ټولې اورېدلې خبرې او کلمې په ذهن کې ساتي. ماشوم مو چې کله د ۴ تر ۶ میاشتو په ترڅ کې په نامفهومو خبرو پیل کوي، د دوی له خندا او غږونو سره په تماس کې شئ، او د دوی د ځواب په تمه شئ. دا کړنه مو له ماشوم سره د خبرو پر مهال د نوبت په مراعاتولو کې مرسته کوي، یانې سم واوري، ذهن ته یې سم وسپاري او پر خپل وخت لږ غږونه تکرار کړي.
د هغه لپاره کتاب ولولئ:
ماشوم ته د کتاب ویل، دوی د کلمو پر مانا پوهوي، د کتابونو انځور مو د ماشوم حافظه پیاوړې کوي. همداراز مو له ماشوم سره خپل ورځني فعالیتونه شریکولای شئ.
د تلفظ لحن:
هر ماشوم کومه اورېدلې غزله ښه زده کوي او یا هغه څه ښه زده کوي چې په ځانګړي لحن او ریتم سره وویل شي. نو کله چې مو څه ویل، هڅه وکړئ چې په ځانګړي لحن سره یې ووایئ.