د انسان سترګې په څېر کمره جوړه شوه

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

جرمني آی ټي انجنیر د “پروټوټایپ ویب کیم, په نوم کمره جوړه کړې، چې د انسان سترګې په څیر ښکاري.

” آی کام” د کمپیوټر د سکرين سره وصل کیدی شي. او د ویډیو کال په اوږدو کې ښي او کېڼ لورې ته حرکت کولی یا تاويېدلی شي. همدا رنګه په لومړي نظر کې، دا کمره کټ مټ د انساني سترګو په څیر ښکاري.

جوړونکو دا کمره شااوخوا, د انسان د جلد او مخ په څېر سليکون کارولی دى، چې په همدې سبب کمرې پوره د انسان د سترګې بڼه خپله کړي ده.

آی کام د “مارل ټیسیر” او د هغه د ټیم لخوا د جرمني د “سریلانډ” په پوهنتون کې انسان ته ورته کمپیوټرونو يا “روباټ” لابراتوار کې رامنځته شوې ده.

پدې لابراتوار کې روباټ يا د انسان په څېر کمپيوټرونو باندې کار او تجربې کېږي.

د پروټوټایپ ویب” آی کام” کمره د دریو اصلي برخو نه جوړه شوې ده:

۱، بهرنۍ برخه، چې د انسان پوستکي ته ورته سليکون دى.

۲، (روبوټیک) عضلاتي سیسټم دى.

۳، او ددرېم، لینس يا د سترګې کسې ته ورته دوربين دى.

د دې کمرې ځانګړتیا دا ده، چې پدې کې خاص سینسرونه يا حس کوونکي آلې نصب شوې دي، چې مختلف عملونو ته عکس العمل څرګندوي، چې په ټولو فعاليتونو کې مرسته کوي.

او د همدغو سينسورونو يا الکترونکي حسي وسايلو فعاليت د دې سبب کېږي، چې د دغه کمرې فعاليت د انساني سترګې فعاليت ته ورته ښکاره شي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.