بشپړ اوسېدل یانې څه!؟

رنګین تجريدي ډیزاین

ژباړه: نسیمه محمدي
زما هغه څوک خوښ دی…
موږ هغه شخصیت خوښوو چې د کوه‌نور د الماس په څېر بشپړ/ پاک او صفا وي. بشپړوالی یوازې د وجود مسئله نه ده، کوم چې ساه اخلي، ناملکمل دی.
موږ اکثراً د یوه چا په ستاینه کې ځمکه او آسمان سره یوځای کوو او وروسته یو «خو» څرګندېږي او هر څه هلته موندل کېږي. انسان د یوه واحد حالت نوم نه دی. دا د مختلفو افکارو، شرایطو او احساساتو ترکیب دی، نو دا ناشونې ده د هر هغه څه تمه وکړئ، چې تاسې یې غواړئ.
که یو کس پاکې جامې واغوندي، په نرمۍ سره خبرې وکړي، ښه وخوري، ښه وڅښي او مهرباني او بښنه وکړي، نو دا د هغه ګناه نه ده، تمه کول، چې هغه به هېڅکله ناوړه ګټه پورته نه کړي یا داسې کوم کار به ترسره کړي، چې ستاسو اخلاقي معیارونه پوره نه کړي، یوه پيمانه ده، چې تاسو یې وزن کوئ/ تلۍ یې.
موږ ډېری وختونه سهار او ماښام یو بل ته وایو چې خورا ښه ده چې ملګري ولرو، خو دا به څه وو، که هغه بد عادت نه درلود. هغه عادتونه وګورئ او فکر وکړئ خراب دي، دوی په رښتیا ستاسو او یا ستاسو په مخ کې له انسان سره په ښه کېدلو کې مرسته کوي؟ مثلاً که تاسو په سوداګریزه معامله کې رشوت ورکړئ، نو ژر تر ژره چې کله دفتر/ کار ځای پرېږدئ، تاسې به یو پنځه‌سوییز نوټ غریب ته سپارئ. تاسو خپلو پلرونو ته دروغ وویل، نو تاسو په ټول زړه کې به دې ناست وي، چې لږ به دې تالاشي کړی وای، خو دوی ومنله.
تاسې په آزموینه کې درغلي کوئ، ښوونکي ولیدل، سترګې یې پټې کړې، له تاسې څخه تېر شو، خو د بښلو عادت ستاسو په زړه کې نغښتی دی. تاسو یو حرکت وکړ، چې د یوازیتوب په واسطه پوښل شوی، بیا تاسو یو حرکت وکړ، چې محتاط یاست، تاسې ډېر امتیاز لرونکي یاست.
ورته کیسه په ملګرتیا کې ده، د نړۍ په اړیکو کې ده. کله چې تاسې له یوه چا سره ملګرتیا وکړه، تاسو د هغه د شخصیت کوم اړخ ولید، هغه تاسو خوښ کړ او له تاسو سره ملګري شوئ. خبرو اترو ته مو وده وکړه او دا تاسو ته څرګنده شوه، چې په دوې کې د دروغو ویلو عادت دی، د خواړو، خوړلو پر وخت چړپ چړپ کوي، دا زیات قهرجن دی او یا بل څه. کومې لوی تېروتنې، چې اصلاً تاسې یې نه خوښوئ، پکې مومئ او اوس د دې سمول ستاسې د ژوند تر ټول لوی هدف ګرځي.
دا کومه «اصلاح» توری/ کلمه چې ده، دا اصلي تباهي ده. که د چا منئ، نو پوره یې کړئ،که نه نو له لرې څخه سلام او بس. د نوي ملګري ټاکلو دمخه، فکر وکړئ، چې که څه «خو» پکې وي، نو څه باید وکړئ؟ ستاسو عکس‌العمل به دا وي چې باید دا بشپړ کړئ، نو دا ستاسو تېروتنه ده. غوره دا ده چې محدود ملګري ولرئ او ورسره کمه/ لږه مایوسي…
تاریخ ګواه دی، چې که یو انسان یو څه زده کړي، نو د هغه زیان د هغه د ښوونکي یا تجربې له امله وي. که یو کس د چا له مشورې څخه یو څه زده کړي، نو هغه انسان نه دی او لا هم په خپلو کړنو کې خام دی. د بنده جوړول او سمې ته راوړل، د وخت ضایع کول دي. هغه به ستاسې په مخکې سم وي، خو فطرت هغه څه نه دی، چې بدل شي. او که له تغییر پرته ورسره قدم ووهې، دا له تا سره بریا ده.
انسان په خپل فطرت کې حیوان دی. ځینې وختونه هغه د ګیدړې په څېر چالاک وي، کله ناکله هغه د سپي په څېر وفادار، کله د زمري په څېر وحشي او ځناور، کله د خره په څېر سخت کار کوي. ځینې وختونه د غوا په څېر چوپ او خاموشه وي، کله هم د پیشو په څېر سپک وي، کله د لېوه په څېر داړونکی وي او کله هم د اوښ په څېر خپل غچ اخلي، خو هغه بشپړ څاروی نه دی. که هغه سپی وي، نو هغه به یو کوچنی ګیدړ وي، لږ څه به خر وي. که چېرې پیشو وي، نو په دېوال باید زمری وي، کله ناکله باید اوښ شي. که هغه بشپړ زمری، پیشو، سپی، خر او یا غوا شي، نو هغه انسان کېدلای نشي. د نورو ځناورو پاتې خویونه او ځانګړتیاوې یو ځای شوي او انسان یې جوړ کړی.
یو څه چې په دې برخه کې خورا مهم او پاتې دی، هغه په خپله «نېکي/ ښه‌والی» په خپل ذات کې لویه مسئله ده. تاسې به هېڅکله ښه انسان نارمل ونه ګورئ. د هغه حجره کې به ویاړ وي، غرور به وي، د ساده‌ګۍ پر ځای به د هغه په سترګو کې ځلا راځي، کوم چې تاسې ورته د برترۍ نوم ورکوئ.
د هغه شاوخوا مقدس حایل وي. هغه به له تاسې سره مخاطب شي داسې، چې لکه له لوړ ځای څخه، تاسې به ډېر لرې یئ، هغه به په ځمکه نه وي، هغه به غرور لري او دا غرور جایز دی، دا فخر/ ویاړ جایز دی. هغه ټول څه په یو ځلي نه دي ترسره کړي، چې دا یو عام انسان کړي، خو هغه دا وخت پر ځمکه ژوند نه کوي، او له آسماني بنده‌ګانو سره ژوند د ځمکې د ځناورو په نسبت ډېره مشکله دی. که نه پوهېږئ، زده یې کړئ.
لږ څه نور! خپل درون/ باطن روښانه کړئ، خپل ژوند نارمل کړئ، د ډېر «خاص هدف» لپاره څوک نړۍ ته نه راځي. خلک راځي، بېرته روان دي، اتفاقي ځينې داسې کارونه کوي، چې په نړۍ کې اتل جوړ شي، که نه هغوی بالکل زما او ستا په څېر انسانان دي.
له ځان سره جګړه مه کوئ، د بل د «اصلاح» هڅه مه کوئ. که غواړئ یو څوک خوښ کړئ، هغه له ټولو عادتونو سره، چې ستاسې نه خوښېږي، ومنئ، آیا راتلونکی کس سم دی که نه. تاسې په خپله سکون حاصلوئ. بشپړ اوسېدل اړین نه دي، آرامي، هوساینه او آسانتیا ضرور او اړینه ده!