موږ ډیر کله یا تقریباً هر ځوان دا تل په الفاظو کې لرو چې د یوې روښانه راتلونکې لپاره کوي او هیله یې لري، خو دیته پام نه کوي چې د روښانه راتلونکي لپاره څنګه کار؟ دلته زه هم د ځینو تجربو او مشاهدو له مخې خپل نظرونه شریکوم، چې ښايي له ډیرو سره مرستندویه ثابت شي.
۱- زموږ نا معلوم هدف
موږ یوازې د روښانه راتلونکي خبره کوو، خو پر دې مو ډیر کله فکر نه وي کړی چې دا ښه راتلونکی به د کوم هدف په ترلاسه کولو سره جوړوو. یعنې مشخصاً داسې کوم هدف نه لرو چې لپاره یې کار وکړو او پسې مخته لاړ شو. ځکه کله چې موږ هدف وپالو، روښانه راتلونکي ته زموږ خط و سیر مشخص او واضح کیږي او دا له موږ سره د روښانتیا پر لور تګ کې مرسته کوي.
۲- پرځان نه کار
زموږ ډیر ځوانان فکر کوي چې دوی ځوانان دي، چیرته عکسونو چې ښکته پورته کیږي، یا چارواکو سره تګ راتګ لري، یا یې د اړیکو له مخې یو ښه پوسټ اشغال کړی وي، یا هم خپل ښه کاروبار ورته پاتې دی… همدا بس دی او پرځان د نور کار لپاره فکر نه کوي.
زه ډیر کله ډیر ځوانان وینم چې که یوازې له چارواکو سره ښکته پورته شي یا هم د نورو ملحوظاتو له مخې کاذب باور خپل کړي، فکر کوي همدا یې راتلونکی دی، خو نه داسې نه ده، دا اصل کې پرځان اساسي کار نه دی، چې اوسمهال یې شاید پایلې ډیرې ونه لیدل شي، خو وروسته یعنې هغه مهال چې فرصت تیر شي، بیا یې شاید د یوې لویې ضایع په توګه خپله ورته پام شي. یعنې دا پورته څه دي وشي، خو ترڅنګ یو بل څه په کار دی چې لاندې یې درته وایو:
پرځان کار، یعنې څه؟
پرځان کار دا هم نه دی چې موږ دې تل ورزش وکړو، یا دې تل کتاب ولولو، یا دې تل کار وکړو یا بیکاره اوسو، یا دې تل ټولنیزو او سیاسي فعالیتونو کې مصروفه اوسو یا هم نور… یعنې پرځان کار مانا مدیریت، داسې چې موږ باید هم کار وکړو، هم ټولنیزې اړیکې وپالو، هم ورزش وکړو او هم له نورو ممکنو فعالیتونو سره اوسو.
که موږ ټوله ورځ یو ځای کې راغونډ شو، بل ځای راغونډ شو، چارواکو سره وګوره، مشر سره ګوره او بل بل او عکسونه یې پر ټولنیزو شبکو خپاره کړه، یوازې همدا وکړو، دا پرځان کار نه دی، بلکې یوازې د ځان موقتاً ښودل او غولول دي. متاسفانه دا شیان اوس بیخي ډیر شوي دي. خصوصاً د فعالانو په برخه کې چې هیڅ ډول مطالعې ته پام نه کوي او تل یوازې او یوازې دا چې فیسبوک یا نورو شبکو کې پر یو چا له منطق لرې په پټو سترګو کاپي پیسټ نیوکې یا ملاتړ وکړي، عکسونه یا نور اضافي خبرې شریکې کړي، له ده سره مو ولیدل، شپه مو وکړه، بنډار مو وکړ او داسې نور، له دې اخوا نور هیڅ نه وي.
۳- بې خوبي او نه منظموالی
ډیر کله ځوانان دا ځان ته ویاړ بولي چې تر ناوخته پاتې شي، له یو چا سره خبرې وکړي، ګیمونه وکړي او بنډارونه مخته بوځي. او دا کار په یو ځل نه بلکې په دوامداره توګه کوي چې له بده مرغه اخر کې د یوه لوی هلاکت سبب کیدای شي. ځکه موږ چې د شپې ارام نه کوو، نو مجبوره یوو چې د کارونو او ژوند د پيل یعنې سهار کې ویده شو او هر څه پریږدو، که ویده هم نه شو او خپل کار پسې لاړ شو، نو کار په ښه او حوصله ناک ډول نه شو ترسره کولی او بل دا چې د غوسې او بدبینۍ چلند رانه کیږي. چې بلاخره همدا ګډوډیشن د روښانه راتلونکي لپاره موږ ته یو خنډ ګرځي او تیاره تګ یې بللی شو.
پایله؛
که مثلاً همدا ځانګړنې موږ کې وي چې هدف مو نامعلوم وي، پرځان کار نه کوو او غیرې منظم یوو، نو پایله یې دا چې موږ روښانه راتلونکي ته دروغجن او تیاره مزل کوو چې داسې مزل هیڅکله بریا ته نه شي رسیدای.
نو د یوه افغان ځوان په توګه باید دا درک کړم چې یو انسان یم، لیک لوست کولی/زده کولی شم، انرژي لرم او خدای ج وجود راکړی، نو دا خو زما لاس کې ده چې زما په شان د خدای یو بل بنده پرځان کار کوي، هدف پسې ځي او منظم ژوند لري، نو زه یې نه شم لرلی؟ بلکل یې لرلی شم، خو لږ تر لږه له اوسني حالت باید ووځم، او ویې ارزوم چې که زه ټولنیز شم، با مطالعه اوسم، منظم ژوند کولو کوښښ وکړم، او اهدافو پسې په سیستماتیک ډول ولاړ شم، دا هر څه کولی شم او هیڅ بل بریالی ځوان یا نوموتی له ما بهتره نه دی. همدا اوس لاس په کاریدل اړتیا ده، راځئ چې خپل راتلونکی خپله منظم کړو او ځان له بې ځایه غرور، پر ځان له هوايي ډاډه راووځو او یوې واقعي بریا او روښانه راتلونکي ته تیاره مزل پر رڼا بدل کړو !