نړۍ او القاعده: ایا رښتیا یې هم لمن ټوله شوې؟

امریکایانو د افغانستان پرېښودو لپاره سمبوليکي نيټې او ورځې ټاکلې دي. دوی په دقیق ډول په هغه ورځ له افغانستانه لمړي سرتيري ويستل په کومه نيټه چې د القاعدي د مشر “اسامه بن لادن” د وژنې لسمه کلېزه پوره کيدله.

دوی د بشپړه وتلو پروسه هم  په متحده ایالاتو کې د يولسم د سپټمبر د  تروریستي بریدونو سره هم وصل کړه، چې په همدې ورځ به اخري سرتيري د افغانستانه باسي. يعني په حساب له برید پوره شل کاله وروسته.

د متحده ایالاتو حکومت غواړي په دې مهمه ورځ له افغانستانه مکمل ووځي او نړۍ ته  وښيي، چې القاعده نور ګواښ نه دی، او د دغه ډلې د مشر وژنه د القاعدي له منځه تلو په  معنی وه.

د مۍ په لمړى نيټه ٢٠١١ ، د متحده آیالاتو سمندري قول اردو د پاکستان پلازمینې اسلام آباد تر څېرمه په “ابیټ آباد” کې یو کور ته ننوتل. هلته، دوی وکولای شول د القاعده مشر “اسامه بن لادن” له پښو وغورځوي او نړۍ یې د هغه له ويرې څخه خلاصه کړې.

د بن لادن مړی هېڅکله  لیدل شوی نه دی، خو متحده ایالاتو ادعا کړې، چې د هغه جسد په سمندر کې اچول شوی، ترڅو د هغه د قبر نه څوک د نړۍ په زيان او يا د يوه تبلیغي پانګې په توګه ناوړه ګټه پورته نه کړي.

د بن لادن مرګ په نړۍ کې داسې ذهنیت رامنځته کړ، چې د ده د مرګ سره القاعده هم  ووژل شوه. او نور په دې نوم کومه فعاله ډله نشته. ظاهراً د څو کلونو لپاره همداسي هم   وشول.

که څه هم د بن لادن ځای ناستی  “ایمن الظواهري” د القاعده فعالیتونو ته د دوام اعلان وکړ، خو په حقیقت کې د دې ډلې خوځښتونه د پخوا په څیر نه ول. یوازې کله ناکله په افریقا کې دې ډلې د سیمه اییزو حکومتونو په خلاف بریدونه وکړل، چې ډیری بريدونه يې د ملکي خلکو په وړاندې وو.

مګر د تیرو درېیو یا څلورو کلونو پرمختګونو یوځل بیا دا پوښتنه راپورته کړه، چې ایا د بن لادن تر مرګ وروسته القاعدي په حقیقت کې فعالیت بند کړى دى؟

د دې پوښتنې ځواب  دومره خوږ او زړه مننوکى نه دى؛

که څه هم د بن لادن وژل کيدل د القاعدي فعالیتونه یوه لسیزه کمزورې کړي دي، خو دغه ډله ورکه شوې نه ده، او ورو ورو په ژوندی کیدو ده.

القاعدي په تیرو څو کلونو کې د عملیاتو د طريقي په بدلولو ځان بوخت کړی دى، چې اوس د سرتيرو د پيداکولو او جنګياليو د ټولولو نوې لارې چارې کاروي.

د نړۍ په اوسني حالت کې په مختلفو اسلامي هېوادونو د امريکا یرغل تبليغول، د امريکا په وړاندې جنګيدل او دغه جنګ ته د جهاد نوم ورکول؛ دا روحيه نوره په ټوله اسلامي نړۍ کې کمزورې شوې ده. د اسلامي هېوادونو په چارو کې لاسوهنه او تبليغ  نور دومره بازار نه لري.

القاعده اوس نوې وسیلې کاروي، چې کولی شي په عامه افکارو اغیز دوه چنده کړي.  داسې انګېرل کېږي، چې اداري فساد، د حکومت ناتوانۍ، لوږه او د ژوند لومړنیو اړتیاؤ ته نه لاسرسی، د امکاناتو نه شتون او دې ته ورته موضوعات په عامه افکارو خورا لوی اغېز لري، چې کولی شي په القاعده کې استخدام ته لاره هواره کړي. خو تر ټولو مهمه دا چې د القاعدي غړي او د دوی رهبري دې ته په تمه دي، چې ناټو او امريکا له افغانستانه ووځي، ترڅو دوی وکولی شي په دغه هېواد کې خپلې هډې بیا جوړې کړي.

د طالبانو او متحده ایالاتو د حکومت ترمنځ د سولې د تړون د شرایطو برخلاف، طالبانو نه یوازې دا چې د القاعدي سره اړیکې نه دي پرې کړي، بلکې دا اړيکې لا پراخې شوي دي. په افغانستان کې هېڅ څوک د حقاني شبکې او القاعدې تر منځ ژورې اړیکې نه شي ردولي.

القاعده اوس د تیر په پرتله د طالبانو سره د مرستې لپاره په جنګي عملیاتو کې لږه برخه اخلي، مګر برعکس د طالبانو لپاره د ځانګړو ځواکونو په زدکړه او روزنه کې لوی لاس لري.

په ٢٠٢٠ کې د متحده ایالاتو د مالې وزارت یو نوی راپور خپور کړ چې القاعده له طالبانو سره پراخې اړیکې ساتلې دي، او دوی دا اړيکې د القاعدي د پیسو د لیږ لپاره کاروي چې د عربي هېوادونو نه په لويه کچه پیسې طالبانو ته انتقال شوي وي.

که څه هم طالبانو له متحده ایالاتو سره د تړون له لاسلیک کیدو راهیسې په افغانستان کې هېڅ بهرني سرتیري نه دي وژلي، خو دوی په افغانستان کې د القاعدي د بیا راپورته کیدو لپاره لاره هواره کړې ده.

او دا القاعده وه، چې وتوانيده د طالبانو د پاره د حکومتي ځواکونو سره د نښتو د پاره د افغانستان په شمال کې د تاجیکستان، ازبکستان او د چین ایغورانو څخه په ډېره اندازه جنګيالي راټول کړي.

القاعده او طالبان داسې ښکاري، چې د ناټو له افغانستان څخه په بشپړ ډول وتلو ته انتظار دي. که څه هم دوی نشي کولی اوس مهال په افغانستان کې آزادي نظامي هډې د پخوا په څېر جوړې کړي، لکه څنګه چې دوی په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال جوړې کړي وي.

متحده ایالات او ناټو د ٢٠٠١ او ٢٠٢١ ترمنځ افغانستان کې موجود دي. او د طالب او القاعدي سره په جګړه بوخت دي، خو اوس هم طالبان په  لږ توپیر سره په افغانستان کې په پراخه کچه فعال دي، چې د دې ډلې لوژستیکي او مالي ملاتړ د القاعدي لخوا هم کېږي.

د افغانستان یو شمیر خلک د واکمنانو د ناوړه حکومتولۍ له امله له دولت څخه ناراضه دي، چې دا هم خپل تاثیر لرلی شی.

د بهرنيو ځواکونو د وتلو وروسته د القاعدي او طالبانو سره د جګړې مسئولیت، د داعش په ګډون، یوازې د افغان امنیتي ځواکونو په اوږو پورې اړه لري، خو دا څرګنده نده چې نړیواله ټولنه به د احتمالي نړیوال تروریزم په وړاندې مبارزه کې د افغان حکومت سره څومره مرسته وکړي.