ژباړه: پلوشه فضلي
د سینې سرطان چي نن ورځ په ښځو کښي ډېر سوی دی زموږ د هیواد په شمول داسي نور ډېر هیوادونه سته چي ډېر شمېر ښځي یې له وجي مري. د ښځو د مړیني د ماشوم تر زېږون وروسته دوهم غټ لامل دی چي زیاتي ښځي ورڅخه مري. ددې له پاره ځيني داسي پټ علایم سته چي په ښځو کښي شتون لري خو دوی ورڅخه خبري نه وي. که چېري په پیل کښي د سینې سرطان تشخیص سي نو درملنه یې آسانه ده او که ځنډ پکښي وسي بیا مرګونې تمامېږي.
هغه پټ علایم په لاندي ډول دي:
– په مسلسل ډول د هډوکو، بندونو او سردرد، د وزن زیاتېدل او د ملا پراخېدل؛
– د دواړو سینو ترمنځ زیاته فاصله لېدل؛
– د سینې د پوستکي سربېره بل پوستکي پيداکېدل؛
– د بغل او سینې ترمنځ زخمونه مشاهده کېدل او اوبه یا نو کول؛
– د سینې په شاوخوا کښي دردونه؛
که ښځي له پورتنیو علایمو یو یې هم مشاهده کړي، نو ژر تر ژره دي د متخصص ډاکټر سره وویني. که پر وخت لیدنه ونه سي؛ پورته علایم د ځينو نورو مضرو ناروغیو سبب هم کېدلای سي.