د بوسنیا د ۲۵ کاله پخوانۍ جګړې مړي لا هم موندل کېږي

رنګین تجريدي ډیزاین

د بوسنیا تر جګړې ۲۵ کاله وروسته هم د دې جګړې مړي موندل کېږي او خاورو ته سپارل یې دوام لري.
د بوسنیا لوېدیځ ته سرپریميکا ښار پروت دی، د دې ښار وګړي مسلمانان دي. د بوسنیا او سربیا د جګړې پر مهال دا ښار یوازې لس ورځې د سربیانو لاس ته لوېدلی و؛ خو سربیانو په ډېره بېرحمۍ ګڼ شمېر مسلمانان وژلي دي چې تر پېښې ٢٥ کاله وروسته هم د وژل شویو پېژاند او تدفین روان دی.
اونۍ کې یو ځل هغه سړي او کم عمره هلکان تر ښاره لږ لرې، هدیره کې خاورو ته سپارل کېږي چې پېژندل شوي وي؛خو د هغه کسانو جسدونو باندې میاشتې یا هم کال وځي چې هویت یې لا څرګند نه وي.

تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته دا عام وژنه د اروپا په تاریخ کې تر ټولو لویه فاجعه بلل شوې ده.
د دې پېښو عاملینو بشپړه هڅه کړې وه چې پر خپل دې کار پرده واچوي او د نړۍ له سترګو یې پټه وساتي. آن تر دې چې پر دغو ډله‌ییزو قبرونو دوه ځلي بلډوزرونه چلول شوي، دا قبرونه له یوه ځایه بل ځای ته لېږودول شوي وو.
دې کارونو یې د جسدونو د پېژاند لړۍ لا سخته کړې ده.
د “یوګوسلاویا” تر وېشل کېدو وروسته په دې هېواد کې کورنۍ جګړه پیل شوه.
چې دې جګړه کې تر ۱۰۰ زرو ډېرو کسانو خپل ژوند وبایله .
له ۱۹۹۲- ۱۹۹۵ز پورې دا کورنۍ جګړه د درېیو ډلو( سربیان، کرواتیان، مسلمان بوزنیایان) تر مینځ روانه وه.
١٩٩٣ز کې “سرپرینیکا” ښار پېښه ځکه دومره بوږنوونکې وه چې ملګرو ملتونو دا سیمه د امن سیمه اعلان کړې وه، ګڼ مسلمانان دلته راټول شوي وو؛ خو سربیانو په همدغه باامنه سیمه برید، په عام
وژنه یې پیل وکړ.
١٩٩٦ز کې بهرنیو او کورنیو ساینسپوهانو لومړی ځل په دغو ډله‌ییزو قبرونو کار پیل کړ، تر څو وارثینو ته دا مالومه کړي چې د دوی ورک شوي چېرته او کوم جسد د چا دی.
دغې پروژې ته د نړۍ د لویې معما نوم ورکړل شوی وو.
دا پروژه د امریکا د هغه وخت ولسمشر بیل کلنتن په امر پلې شوه چې موخه یې د ۴۰ زرو ورک شویو کسانو پیدا کول وو چې ډېری یې بوسنیایان وو.
کوم جسدونه چې پېژندل کېږي هغه جسدونه خپلو کورنیو ته سپارل کیږي.
اکثریت دا جنازې د سرپرینیکا په عمومي هدیره کې خاورو ته سپارل کېږي او په هره جنازه کې د ټولو قربانیانو پاتې شوي کسان ګډون کوي.
 
قربانیان تقریباً ټول سړي او تنکي زلمیان وو نو اکثراً د قربانیانو په هکله غونډو جنازو او محافلو کې هم ښځې ګډون کوي.

په سرپینیکا کې هر کال ١١ د جولای د قربانیانو د ورځې په نامه لمانځل کېږي خو سږکال د کرونا اوبا په دلیل د دغه لمانځني ګډونوال ګڼ نه وو .نورو کلونو کې د قربانیانو کورنۍ به د نړۍ د مختلفو هېوادونو نه دغه غم پالنې یا لمانځنې ته حاضریدل.
ددغه فاجعه عاملین چې ٥٠ کسه سربي لوړ پوړي چارواکي بلل شوي وو د نړیوالو محکمو له لوري په بېلابېلو سزاو محکوم شوي دي، چې د دغو ٥٠ کسانو له جملې د سربیا جمهور رییس هم شامل وو .