د بریټانیا وزیر خپلو خلکو ته ویلي چې ځانونه ډنګر کړي!

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د بریټانیا وزیر خپلو خلکو ته سپارښتنه کړې چې ځانونه ډنګر کړي، چې له کورونا وایروسه خوندي وي.
بوری جانسون وروسته له هغه دا سپارښتنه کړې، چې د بریټانیا پوهانو کورونا وایروس هغه کسانو ته ډېر تاواني وباله چې وزن یې زیات او چاغ وي.
د «The Independent» خبري آژانس د راپور له مخې د بریټانیا پوهانو د کورونا په اړه یوه نوې څېړنه کړې. وروسته دا پوهان دې پایلې ته رسېدلي، هغه کسان چې وزن یې زیات وي زیات په کورونا وایروس اخته کېږي.

بوریس جانسون زیاته کړه:

له کورونا څخه د ځانساتنې یوازینۍ لاره وزن کمول دي. ډنګروالی له انسان سره هر وخت دا مرسته کوي، چې تل روغ اوسي. زما ځکه روغ بدن دی چې لږ خوراک، خو زیات ورزش کوم.

د څېړنې له مخې په انګلستان کې هغه کسان زیات په کورونا اخته شوي، چې وزن یې زیات دی.
خپله د بریټاینا وزیر هم په کورونا ویروس اخته شوی و، چې تر بسترېدلو وروسته بېرته روغ شو.