حرکي ژبه یا باډي لنګویچ؛ د وینا پر مهال تېروتنې

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

(body language)د وجود ژبه/زبان بدن

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري

د ارواپوهنې له نظره، کله چې څوک غواړي خبرې/وینا یې پر ناستو کسانو/اورېدونکي اغېز پرېباسي؛ نو له خبرو سره سره ځينې داسې حرکات کوي چې اورېدونکی یې غوږ نیولو ته لېواله کوي. یانې که چېرې د ناستو خلکو پام بلې خواته هم شي؛ خو ویناوال یې په خپلو حرکات بېرته پام ځان ته اړوي، دې ته باډي لنګوېچ/د وجود ژبه وايي.
د څېړنو په ترڅ کې جوته شوې ده چې ډېری تجربه لرونکي ویناوال په خبرو کې د وجود د ژبې په کارولو ځینې تېروتنې نه کوي چې دلته موږ په دې لکنه کې درته نښه کړي دي.

۱-کوپ اوسېدل/خمېدل:

Slouching.jpg
کله مو چې چاسره خبرې کولې له کوپ کوپ ګرځېدو/درېدو ډډه وکړئ؛ ځکه کوپېدل دا مانا لري چې تاسو نور له مقابل کس سره له خبرو کولو ستومانه یاست، یا ستړي یاست او خبرې مو له لاسه نه کېږي. تاسو هېڅکله خپل رییس/مشر کس ته نه وایاست چې: ( بس دی نو ستومانه یم)؛ خو د وجود په ژبه یې پوهولی شئ. مثلاً لنډه لاره یې همدا ده چې کوپ ودرېږئ او په نیمه کې یې پوه کړئ چې نور دې خوله پټه کړه.
خو که غواړئ تر مینځ شته درناوی/اړیکه مو پاتې شي؛ نو چا سره د خبرو کولو پر وخت کوپ مه درېږئ.

۲-بېځایه حرکات:

Exaggerated-gestures.jpg
ځينې کسان د وینا پر مهال داسې حرکات کوي چې خوند نه ورسره کوي یا یې اړتیا نه وي؛ خو ذهین کسان د خبرو پر مهال منظم او د اړتیا وړ حرکات کوي.

۳-ساعت/ګړۍ ته کتل:

Watching-the-clock.jpg
کله چې له چا سره خبرې کوئ، ساعت/ګړۍ ته کتل، هغوی ته ښکاره نه درناوی، غرور ښکارول دي. دا مانا چې تاسو د هغه/ې د خبرو اورېدو حوصله نه لرئ. یا هم دا احساس ورکوئ چې ستا تر خبرو زما یو بل اړین کار هم شته، ته چوپ شه چې زه هغه مهم کار پسې وخوځېږم.

۴-مخ اړول:

Turning-yourself-away-from-others.jpg
له خلکو مخ اړول، دا مانا لري چې خوند نه درکوي او په تنګ یاست. یا ان داسې مانا هم ورکوي چې تاسو پر ګړېدونکي کس بد ګومان لرئ یا مو بد ترې راځي. هڅه وکړئ د خبرو پر مهال مخامخ لوري ته مخ ور واړوئ.

۵-ویښتانو کې ګوتې وهل:

Fidgeting.jpg
د خبرو پر مهال په ویښتانو کې ډېرې ګوتې وهل، ستاسو نا کراري ښيي. یانې یا مضطرب یاست، یا مو فکر ټول په ويښتو کې دی او خبرو کې متمرکز نه یاست.

۶-سترګو په سترګو نه کېدل:

Avoiding-eye-contact.jpg
کله چې چا سره مو خبرې کولې، د سترګو اړیکه ورسره ټينګه کړئ. که چېرې تاسو پرله ‌پسې ځمکې ته وګورئ، دا مانا لري چې تاسو خپه یاست، انرژي نه لرئ، اندېښنې مو سر کې دي. یا هم کله مو چې مهمه موضوع سپړله او نورو ته مو لېږدوله، د سترګو اړیکه مه پرې کوئ. که چېرې ورته ونه ګورئ، داسې څرګندوي چې ګنې پر موضوع برلاسي نه یاست.

۷-خورا ژورې د سترګو اړیکې:

Eye-contact-that’s-too-intense.jpg
د خبرو په وخت کې بیخي زیات چاته کتل هم ښه نه دي؛ ځکه بیا داسې ښکاري چې تاسو غواړئ پر مقابل لوري ځان بر وښیئ. یا غواړئ هغه خجالت کړئ او ویې شرموئ. هغه تر ټولو اوږده  د سترګو اړیکه ۷ یا لس ثانیې وي.

۸-ډېر نږدې کېدل:

Getting-too-close.jpg
تر ۴۵ سانتي ډېر چاته نږدې کېدل، د دې ښکارندويي کوي چې شخصي حدونو ته درناوی نه لرئ، یا شخصي حریم نه پېژنئ.