د وینې فشار د ټیټیدو لاملونه او نارمل حالت یې

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ژباړه: مریم محمدي
د وینې فشار دوه ډوله دی، یوه ته سیسټولیک او بل ته ډیاسټولیک وايي. دلته خاصتاً په دې اړه معلومات در کوو چې ولې مو د وینې فشار ټيټيږي:
۱- د ویني فشار څه ته وايي؟
د وینې فشار هغه ځواک دی چې د رګونو پر دېوالونو د وینې د جریان په وسیله را منځ ته کېږي او د ژوند یوه نښه پېژندل کېږي. کله چې وینه د زړه په وسیله پمپېږي، دغه فشار پيدا کېږي.
۲- د فشار نارمل حالت څومره دی؟
د سیسټولیک یا لوړ فشار طبیعي او نارمله اندازه د ۹۰ او ۱۲۰ په منځ کې وي او ډیاسټولیک یا ټیټ فشار د ۸۰ او ۶۰ په منځ کې ښوول شوی دی.
 
۳- د ټيټ فشار لاملونه
– کله چې وینه ضایع شي:
کله چې یو کس وینه ضایع کړي او یا يې په وینه کې میکروب ګډ شي، د فشار يې ټیټدو سبب کیږي.
– د بدن اوبه چې کمې شي:
ځینې وخت د بدن اوبه کمې شي چې د وینې اندازه هم ورسره کمېږي، خو د اوبو په څښولو او د مایعاتو په کارولو دغه ستونزه حل کېدای شي.
– د زړه ناروغی:
د براډي‌کارډیا په نامه د زړه ناروغي هم فشار ټیټولای شي. دغه حالت د ځینو خاصو درملو د خوړولو په نتېجه کې را منځ ته کېږي. که دغه درمل پرېښودل شي، فشار هم ورسره لوړېږي.
– په وخت خوارک نه کول:
ډاکتران وايي ناسمه تغذیه د ټیټ فشار سبب ګرځي، په تېره بیا په هغو ماشومانو کې چې ښوونځي ته ځي، که په تفریح کې سم خواړه و نه خوري، سر درد او نورې ستونزې ور پيدا کوي چې علت يې ناسمه تغذیه او ټیټ فشار دی.
– د هاضمې خرابوالی:
د معدې او کولمو درد سربیره هاضمې سیستم ستونزې هم د فشار د ټیټوالي سبب کیږي. دغه راز وېره او اضطراب هم یو اصلي علت کېدای شي، ډېری داسې ناروغۍ او عوامل شته چې فشار ټیټوي.
۳ – ټيټ فشار څه زیان لري؟
– ډاکتران وايي ټیټ فشار چې هیپوټنشین هم ورته وايي او کله چې فشار ټیټ شي، د بدن بېلابېلو برخو ته د وینې په رسیدا کې خنډ پېښېږي. که دغه حالت ډېر دوام وکړي، د بدن بېلابېل غړي لکه زړه، دماغ او نورو اندامونو ته زيان رسېدلای شي.
– کله چې مغزو ته وینه او اکسیجن و نه رسېږي، مغز ښه کار او فعالیت نه شي کولای او په نتېجه کې ناروغ ګنګس، خوبولی او سربداله وي، حتا ممکنه ده ضعف وکړي.
– دغه راز کله چې ناروغ خپل وضیعت بدلوي، مثلاً که ویده وي او ناڅاپه ودرېږي، ممکن سر يې وګرځي او حتا د لوېدو شونتيا يې هم شته. هغه کسان چې یوازې په دې وخت کې له ټیټ فشاره سره مخامخ وي، دغه فشار ته ارټوسټاټیک فشار وايي.
۵- د ټيټ فشار د مخنیوي لپاره څه کول پکار دي؟
اول: د ټیټ فشار د معالجې لپاره لومړی باید ډاکټر ته ورشئ او اصلي علت يې پيدا کړئ، خو ځینې لارې شته چې په ښه مو در تلای شي.
دویم: اوبه ډېرې وڅښئ، هغه شیان چې د بدن اوبه کموي، لږ مصرف کړئ. په دې سربېره کاربوهایډریټ کم مصرف کړئ.
دریم: د ټیټ فشار د مخنیوي یوه مهمه لاره سمه تغذیه او خوراکي رژیم دی، باید خواړه منظم او غله دانه، سبزیجات، مېوه، غوښه او حبوبات په متعادل او سم ډول وخوړل شي.
څلورم: د سبزیجاتو اوبه په تېره بیا د ګازرو او بانجانو اوبه، کبان او سمندري مالګه مرسته کولای شي.