ليکنه: شپنه سلګۍ
بريالي خلک وايي، هیڅکله نور د خپلو ماتو په خاطر مه ملامتوئ. بلکې پر نورو د ملامتیا اچولو پر ځای فکر وکړئ چې څه ډول کولی شئ ترسره يې کړئ. عادي انسانان تل هڅه کوي خپل مسولیت د نورو په اوږو ور واچوي اما بریالي کسان تل د خپلو کړنو مسؤلیت په غاړه اخلي.
نن سبا ډېری خلک دا نه خوښوي چې خپل مسوولیتونه او نیمګړتیاوې ومني؛ ځکه د دوی لپاره اسانه لار دا ده چې خپلې غلطۍ د بېرنیو عواملو، لکه چاپېریال، ټولنې او د ورځنیو بدو حالاتو زېږنده وبولي، په داسې حال کې چې له مسوولیت څخه تېښته یوازې موږ له خپلو موخو لرې کوي. که موږ له مسوولیت څخه تېښته کوو په دې سره موږ د جذب د قانون ټولې وړتیاوې هېڅ بولو، د خپلو غلطیو پړه پر نورو اچوو.
که موږ هر ځای ته رسېدل غواړو، بايد یوازې له خپلو ځانونو وغواړو چې هغه ځای ته مو ورسوي.
اوس که موږ د خپلو غلطیو پړه پر نورو اچوو دا بیا د طبيعت خلاف عمل دی، دا د ژوند تر ټولو ستر راز دی چې په دې پېړۍ کې ډېر خلک له هغې بې خبره دي.
ډېر خلک په نړۍ کې بریالي کسان نه دي؛ ځکه دوی د خپلو غلطیو، ستونزو، نیمګړتیاوو او ماتو پړه پر خپله غاړه نه اخلي، دوی له دې وېرېږي چې ځان ملامت کړي “ژوند د هندارې مخ دی؛ هر څه چې وینې ستا انعکاس دی.” دوی د دې خبرې د اورېدو توان نه لري چې هر څه په نړۍ کې د ده انعکاس دی؛ ځکه له دې خبرې سره د هغه ټول باورونه اوړي، دوی باید دا ومني چې که په فقر او بې وسۍ کې ژوند کوي، پړه یې د دوی پر خپله غاړه ده. د دوی هره ستونزه یې د لیدلوري له وجې ده، که د دوی په شاوخوا کې حسود کسان راټول دي، علت یې دا دی چې د منفي کسانو د حسادت موجونه یې جذب کړي دي، که له نورو کسانو تاسې دروغ اورېدلي، علت یې دا دی چې دوی ته مو د دروغ ویلو فرصت په لاس ورکړی دی.
رښتیا اوس نو زموږ له ډلې څو کسان د خپلو غلطیو د منلو همت لري؟ څو کسه له خپلو غلطیو د درس اخیستو وړتیا لري؟ تل په یاد ولرئ چې ستاسې فکر او وړتیا کولی شي ستاسې د ژوند لوری بدل کړي، هغه ستاسې د ژوند ځواک دی.
نور هر څومره زر چې کولی شئ خپل ځان و ارزوئ په خپل وجود کې ننوځئ او پر خپلو وړتیاوو باور وکړئ.
انسان ټاکونکی موجود دی؛ هېڅوک نه شي کولی د هغه د لارې خنډ شي، څوک ستاسې ذهن ته سرحد نه شي ټاکلی، دا د ژوند د خپلواکۍ په رښتينې معنا ده.
همداسې تاسې د خپلو غوښتنو په پوره کولو کې هم خپلواک یاست خو دا بیا نو ستاسې په غوښتنه پورې تړاو لري چې هغه ستاسې له ټولنې او مذهب سره په ټکر کې ده او که نه انسان مقیده خپلواکي لري؛ په دې معنا چې له الهي قانون سره سمې غوښتنې او هیلې به لري، له هغه به نه اوړي.