بیل ګیټس او ټیکنالوژي؛ دا پرمختګونه ورته حیرانوونکي وو

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ژباړن: صادق طارق
بیل ګیټس د نړۍ د ټیکنالوژیک انقلاب یو مهم او مشهور سړی دی.
د مایکروسافټ کمپنۍ دغه بنسټګر ته د ټیکنالوژۍ د نړۍ ځینې پرمختګونه جالب او حیرانونکي وو.
چې هغه ته وو، حتماً به نورو ته هم وو.
دا چې دا پرمختګونه کوم دي او ولې یې بیل ګیټس غوندې سړی حیران کړی، دلته به یې ولولئ.
باید یادونه وکړو، چې دغه حیرانوونکي پرمختګونه بیل ګیټس پخپله یوه مقاله کې په ډاګه کړي.
د روباټونو چابکیدل
روباټونه نه یوازې بیل ګیټس؛ بلکې ټولو ته حیرانوونکي ټیکنالوژیک پرمختګونه دي.
دوی ورځ تربلې دومره پرمختګ کوي، چې نیږدې ده د انسانانو په وسیله ټول ترسره کیدونکي کارونه ترسره کړی شي.
دغه ماشیني انسانان، چې د ټیکنالوژۍ په وسیله کنټرولیږي؛ کولای شي ذره په ذره هغه کارونه ترسره کړي، کوم کارونه چې ورته د کنټرولیدونکي ماشین له لورې سپارل شوي وي.

د اټومي انرژۍ نوې څپه
د هسته یي یا اټومي انرژۍ نوي پرمختګونه هم بیل ګټیس ته د حیرانۍ وړ وو.
په امریکا او کاناډا کې ځینې کمپنۍ د څلورم نسل د انرژۍ په نوم د حیرانوونکو تولیداتو لپاره لاس په کار دي او تمه کیږي، چې زر یې بشپړ او اعلان کړي.
اوس هم د دې برخې داسې حیرانوونکي تولیدات شته، چې پخوا یې تصور نه کیده.
اوسنۍ نړۍ په کوچنیو وسایلو او لږو امکاناتو د څو میګاواټه بریښنا د تولید وړتیا لري.
دا بریښنا هم د چاپېریال د ککړتیا او هم د لوړو اقتصادي لګښتونو د مخنیوي سبب کیږي.
د سرطان نوي واکسینونه جوړیږي
روغتیا پوهان د سرطان خطرناکې ناروغۍ د درملنې په لټه دي او تمه ده، چې زر یې د مهارولو مختلف واکسینونه بازار ته وباسي.
دا واکسینونه هم په انسان کې د سرطان شته ویروس ختموي او هم یې وجود ته داسې دفاعي ځواک ورکوي، چې نه سرطان او نه نورې ورته خطرناکې ناروغۍ یې بیا پر وجود بریالي شي.
د دغو واکسینونو په اړه دا هم ویل شوي، چې حتا د هر فرد لپاره جلا ـ جلا د جوړیدو امکان یې شته.
یانې که یو سرطاني ناروغ د ځینو خاصو دلایلو له کبله له سرطاني واکسین سره حساسیت ولري، کیدای شي د ده لپاره جلا واکسین جوړ او یوازې د ده درملنې ته وکارول شي.
د کاربن ډای اکسایډ ټولولو هڅې پراخیږي
یوه بله د پام وړ او جالب ټیکنالوژیک پرمختګ دا دی، چې د کاربن ډای اکسایډ د را ټولولو لپاره شته هڅې په پياوړي کیدو دي.
دا موضوع هم بیل ګیټس ته جالبه او حیرانوونکې ده.
په دې برخه کې پر داسې ماشینونو او نورو وسایلو کار روان دی، چې په نړیواله کچه د هوا د پاکوالي لپاره کاربن ډای اکسایډ را ټول او انساني ټولنه یې له شره خلاصه کړي.
البته اوس هم داسې ماشینونه او وسایل ډېر شته، خو دا په نړیواله کچه د فعالیت وړتیا نه لري.