د اپرېل میاشتې غوره کرېکېټران څوک اعلان شول؟

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

 

د کرکټ نړیوالې شورا د مې په لسمه د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د تېرې اپرېل میاشتې غوره کرکټ لوبغاړي د پاکستانۍ لوبډلې لوبډلمشر بابراعظم او د اسټرالیا پیاوړې لوبغاړې الیسا هیلي وپېژندل شول.

بابراعظم په تېره میاشت کې د افریقا پر وړاندې درېیوو یو ورځنیو لوبو کې ۲۲۸ منډې کړې وې، چې یوه لوبه کې یې لوړې منډې ۱۰۳ وې.

په افریقا پر وړاندې څلورو شل اوریزو لوبو کې یې ۳۰۵ منډې کړې وې، چې یوه لوبه کې یې ۱۲۲ لوړې منډې وې.

په یو ورځنیو لوبو کې یې اوسط ۷۶ و او په شل اوریزو کې یې بیا ۴۳ اعشاریه ۵۷ و.

۲۶ کلن بابراعظم د لوبډلمشر په توګه د پاکستان لپاره اغېزناکې لوبې پیل کړي دي، چې د افریقا لوبډله یې په یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو کې ماته کړه او له دې وروسته یې د زِمبابوې لوبډله هم په درېیوو شل اوریزو او دوو ټېسټ لوبو کې له ماتې سره مخ کړه.

په تېره میاشت کې اعظم ویرات کولي په یو ورځنیو لوبو کې وروسته کړ او د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې یې لومړی مقام خپل کړ.

نوموړي د ۸۶۵ نومرو په اخیستلو سره لومړی ځای نیولی او د ویرات کولي نومرې ۸۵۷ دي.

ویرات کولي له ۲۰۱۷ کال راهیسې لومړی توپوهونکی و، خو څلور کاله وروسته دا ریکارډ بابراعظم مات کړ.

دی د پاکستانیو توپوهونکو په ډله کې څلورم هغه دی، چې دې ځای ته رسېږي، ۱۹۸۴ کې زهیر عباس، ۱۹۸۹ کې جاوېد مېنداد او ۲۰۰۳ کې محمد یوسف لومړی توپوهونکی و.

په شل اوریزو لوبوکې بابراعظم درېیم غوره توپوهونکی دی، لومړی ډېوېډ مېلن، دویم اېرون فېنچ، درېیم دی دی، څلورم د نیوزیلېنډ ډیون کانوی او پنځم ویرات کولي دی.

په ټېسټ لوبو کې هغه نهم نمبر لوبغاړی دی.

babar azam.JPG

د بابراعظم احساس

زه خورا د خوښۍ احساس کوم، چې زه د درېیوو پخوانیو پاکستانیو لوبغاړو سره په ریکارډ کې یو ځای شوم.

زه همېشه په شل اوریزو لوبو کې لومړی وم، خو زما ډېر هدف اوس دا دی، چې په ټېسټ لوبو کې هم لومړی شم.

 

د ریکارډونو ماتول

بابراعظم په شل اوریزو لوبو کې دا ریکارډ هم مات کړ، چې په شل اوریزو لوبو کې یې ژر دوه زره منډې پوره کړې.

د افریقا پر وړاندې یوه لوبه کې یې په ۵۹ توپونو ۱۲۲ منډې وکړې او ۲۰۴ منډې هدف یې چیس کړ.

له ده وړاندې په ۲۰۱۴ کال نړیوال جام کې احمد شهزاد ۱۱۱ ناسوځېدلې منډې کړې وې او دی دویم توپوهونکی شو، چې شل اوریزه لوبو کې سلیزه ثبتوي.

همدرانګه هغه په دې ډول د افریقا پر وړاندې د کرېس ګېل د سلیزې ریکارډ هم مات کړ.

په ۲۰۱۷ کې کرېس ګېل د افریقا پر وړاندې ۱۱۷ منډې کړې وې.

په چېسېنګ یا د هدف د پوره کولو برخه کې دا دویم لوړ شل اوریزې منډې دي، ۲۰۱۷ کې د ویسټ انډیز لوبغاړي ایوین لیویس د هند خلاف ۱۲۵ منډې کړې وې.

همدارنګه د هدف پوره کولو برخه کې د یو لوبډلمشر په توګه ۱۲۲ منډې کول بل ستر ریکارډ دی، ده د نیپال د لوبډلمشر پارس خادکا د ۱۰۶ ناسوځېدلو منډو ریکارډ هم مات کړ.

په ۵۲ شل اوریزو لوبو کې یې د ۲۰۰۰ منډو بشپړول بل ریکارډ دی، چې ویرات کولي یې هم شاته کړ.

allysa.JPG

الیسا هیلي

الیسا هیلي چې د اسټرالیا د چټک توپ اچوونکي مېچل سټارک ښځه ده، د اسټرالیا په ښځینه کرکټ لوبغاړو کې یوه له مطرحو لوبغاړو څخه ده.

هغې د اپرېل میاشتې د غوره ښځينه کرکټ لوبغاړې جایزه ترلاسه کړه.

هغه په تېره میاشت کې د نیوزیلېنډ پر وړاندې درې یو ورځنیو لوبو کې ۱۵۵ منډې وکړې، چې اوسط یې ۵۱ اعشاریه ۶۶ و او سټرایک رېټ یا ګوزار کچ یې ۹۸ اعشاریه ۷۲ و.

هغه د دې لوبلړۍ مخکښه منډې جوړوونکې وه او اسټرالیا د ۲۴ پرله پسې یو ورځنیو لوبو د ګټلو ریکارډ هم خپل کړ.

هغه ۳۱ کاله عمر لري او د اسټرالیا د کوینزلېنډ سیمې اوسېدونکې، چې د اسټرالیا لپاره وېکټ ساتنه او توپوهنه دواړه کوي.

 

 

 

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.