ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي
په ګډ ژوند کي بخښنه غوښتل داسي کار دئ چي ډېری نارینه ئې نه ترسره کوي او یوازي ښځي دي چي په ژوند کې باید له مېړونو بخښنه وغواړي.
کله چي د زوجینو په مېنځ کي کومه سهوه کېږي، معمولاً ښځي له نارینه وو دمخه ډېر ژر بخښنه غواړي. کېدلای سي د” بخښنه غواړم “ یا” معذرت غواړم “ جملو ويل له هغو جملو څخه وي چي نارينه ډېر کم له هغو استفاده کوي.
د يوې څېړني پایلي څرګندوي چي د نارينه وو په پرتله ښځي ډېره بخښه غواړي. ښځي د توهین آمیزه سلوک و رفتار په مقابل کي خورا ډېري حساسي دي – او تحمل ئې نه لري په همدې سبب اړي کېږي چي په ژوند کي زیاته بخښنه وغواړي. همدارنګه پوهان باورمند دي، چي نارینه دې کار ته ډېر کم میلان لري ولي چي ډېری داسي احساسوي، چي بخښنه غوښتونکی کس کمزوری وي. نارينه شوني دي پر خپلي غلطۍ باندي د اعتراف له وېري په وجه، ډېر کم بخښني غوښتلو ته علاقه مندي وښيي.
له ښځو مو بخښنه وغواړي چي سکته ونه کړي
کېدلای سي چي د متاسف یم کلمې ویل د نارينه وو له پاره سخترین کار وي، څېړني ښيي چي له ښځو د بخښني غوښتل کولای سي چي د هغو روغتیا و سلامت ته بهبود ورکړي. هغه ښځي چي ورسره د توهین آمیزو یا آزاروونکو رفتارونو وروسته د بخښني غوښتلو کلمات نه اوري، د ویني فشار ئې لوړېږي او دا موضوع ددې سبب کېږي چي په دوئ کي د زړه په حملې و سکتې د اخته کېدو خطر زیات کړي. د نارينه وو برعکس چي پر غلطیو د نورو له اعتراف اورېدو وروسته ئې فشار زیات لوړېږي او نور ئې هم وضعه خرابېږي. په ټولییز ډول، ښځي د بخښني له اورېدو وروسته سملاسي آرامېږي، په داسي حال کي چي نارينه د ښځو برخلاف زیات په غُسه کېږي.
بخښنه غوښتل باید زده کړو
موږ چي په خپلو اړیکو کي د عاطفي اړخه د کومو ستونزو مرتکب کېږو تر ډېره د نورو سره زموږ پر اړیکو باندي تلپاتي تاثیرات پرېږدي. دا ډول تېروتني په تدریجي ډول سر پر سر کوټه کېږي او له څو کلونو وروسته، د نورو سره زموږ اړیکي سړې کوي او تر دې چي کولای سي د هغوی سره د اړیکي د قطع کېدو سبب وګرځي. نو د بخښني غوښتلو په قوانین باید پوه سوو.
په سمه توګه د بخښني غوښتل
په هره بخښه غوښتلو کي دوې برخي شاملي دي: ۱ـ بخښنه غوښتل، ۲ـ د هغه ځواب. ددې له پاره چي بخښنه غوښتل مو موثره اوسي، باید په بشپړ و صحیح توګه څرګنده سي، باید اندېښنه وښودل سي او په پای کي ورته ځواب ورکړل سي.
کله چي یوار څوک زهیرول کېږي او وروسته په سرسري ډول بخښنه غوښتل کېږي او بخښنه ئې هم قبولېږي، سربېره پر دې چي ستونزه حلېږي نه، شونې ده چي زیان اړوونکي تاثیرات ئې د همېشه له پاره پاته سي او په اوږدمهاله کي، اړیکه د خندا وړ کړي او دا ډول بخښنه غوښتل، هیڅ مثبته و جوړوونکې نتیجه نه ورکوي. ځکه نو د بخښني منل باید په تېزۍ سره او له تامل و اندېښنې پرته صورت ونه نيسي.
تېروتنه دي کاملاً مشخصه سي
بخښنه غوښتل هغه وخت موثره وي چي په هغه کښي د فرد د تېروتني عمل کاملاً مشخص سي. ځیني وخت کسان د داسي يوه کار په خاطر چي زیات اهمیت نه لري – بخښنه غواړي او د خپل زجر و ځورېدو اصلي عامل هېروي. لازمه ده چي هر مشکل په دقت سره تحلیل کړل سي چي بخښنه غوښتل ئې د هغه د اصلي عمل ( نه د هغه د ظاهر) په خاطر ومنل سي.
د خپلي تېروتني له تاثیره خبر سئ
د خپلي تېروتني په خاطر د بخښني غوښتلو پر مهال، باید پر نورو باندي د هغه د تاثیر له شدته خبر اوسو. که د نورو له عملکرده د افرادو د ناراحتۍ و زهيرېدو مېزان پر درو برخو (کوچنی، متوسط او شدید) تقسیم کړو، لازمه ده چي زموږ بخښنه غوښتل هم دقیقاً د مقابل طرف د زهیرېدلو د درجې یا مېزان سره متناسبه وي.
پر يوه ساده لفظي بخښنه غوښتلو باندي بسنه مه کوئ
دا چي وایاست: بخښنه غواړم، اوف؛ غلطي مي وکړه او… دا په هیڅ ډول واقعي و رښتينې بخښه غوښتل نه شمېرل کېږي. دا ډول بخښنه غوښتل کېدلای سي یوازي هغه وخت چي ناڅاپي د چا په خبرو کي ور لوېږو – موثره اوسي خو که مو د چا احساسات ډېر سخت زخمي کړي وي، په هغه صورت کي هیڅکله موثره نه وي.
ژر څوک مه بخښئ
د افرادو ژر بخښل هغومره خطرناک دي لکه نه بخښل ئې، ولي که د نورو بخښنه له هر دول غبرګون و عکس العمل پرته قبوله کړئ له هغه سره په خپلو عاطفي اړیکو کي هیڅ ډول مثبت تغییر یا عاطفي بهبود نه ترلاسه کوئ. هغه ظاهراً آرام دئ. اوس انتخاب ستاسو سره دئ او په کار کي هیڅ زور و اجبار هم نسته. که فکر کوئ چي د هغه بخښنه غوښتل واقعي او د زړه له اخلاصه نه ده، رد ئې کړئ.
په نارینه توب سره بخښنه وغواړئ
په مهمو پېښو کي د بخښني غوښتلو ناتواني شونې ده زموږ تولو اړیکو ته زیان ورسوي، هغه که کاري یا شخصي هغوی وي. کله چي زده کوئ څنګه باید په صحیح ډول بخښنه وغواړئ دا مو د عاقل و بالغ کېدا پر لور مهم ګام اوچتول دي. ځیني وختونه تکبر، شرم او خښم ددې سبب کېږي چي موږ پر ژبو باندي د” بخښنه غواړم “ جمله را نه وړو. موږ ټول ځیني وختونه تېروتني کوو. باید خپلي نيمګړتیاوي د ژوند یوه برخه وګڼو. د خپلو تېروتنو نه سرکوب کول، کېدلای سي چي تاسي له نورو لېري کړي او د هغو منل ستاسي د فکري ودي سره مرسته کوي.
که کوم کارونه مو له وسه وي – ترسره ئې کړئ
کې پر ژبه نه سئ راوړای، وې لیکئ. ځیني وختونه غرور یا خجالت نه پرېږدي چي له افرادو بخښنه وغواړو. ځیني وختونه یو خط یا یاداښت تر خبرو کولو بهتر وي ولي چي سبب کېږي پرته له دې چي خپلي خبري مو هېري کړئ – خپل ټول احساسات ولیکئ.
د اړتیا پر مهال له آن طبعۍ و شوخ طبیعتۍ استفاده وکړئ
ځیني شوخۍ، که سمي وي، کولای سي چي ستاسي دواړو د شته فشار د ماتولو او خندا سبب سي. البته پام مو وي چي شوخي سمي او مناسبي وي، که مو د ژوند له ملګري سره خیانت کړی وي، هلته بیا نه سئ کولای چي په مورد ئې ټوکي وکړئ او وخاندئ.
له جدیت پرته بخښنه غوښتل ئې تر نه غوښتلو خطرناک دي
په دې کار سره ستاسي څخه د فرد ناراحتي و عصبانیت لا زیاتېږي. ورته ووایاست چي په پوهېدلي ډول ورڅخه بخښنه غواړئ دا چي ولې اشتباه کړې ده.
کله چي بخښنه غواړئ، خپل کار مه توجیه کوئ او بهانې مه کوئ
دا کار ستاسي د بخښني غوښتلو او اعتراف ارزښت و جدیت له منځه وړي. هیڅ” خو “ او” مګر “ په خپلو جملو کي مه کاروئ.
او په پای کي ژمنه وکړئ چي جبران ئې ورکوئ
دا د بخښني غوښتلو له مرحلو خورا مهمه برخه ده. باید د هغه تېروتني د جبران له پاره چي مرتکب سوي ئې یاست، حللاري وړاندي کړئ. کوم مشکل چي مو ترمنځ راغلی دئ، له حلولو ئې ځان مه سپموئ.