څو سببونه چې باید د واده لپاره د اړیکو له جوړولو وړاندې څیړنه وشي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

له واده کولو وړاندې څېړنه ډېرې ګټې لري چې دلته هم پرې خبرې لرو، ښايي درته ګټورې اوسي.
هر څوک چې واده کوي که د هلک خوا وي یا هم انجلۍ کله چې غواړي کوژده وکړي نو لومړۍ باید څېړنه وکړي ترڅو مقابل لوري په هکله پوره معلومات ترلاسه کړي، ځکه چې د څېړنې او په اړه پوښتنې او معلوماتو پرته واده په تیارو کې د مزل په مانا ده. موږ نشو کولای یو بل په ښه ډول وپېژنو یا هم پوره ډاډ نشو ترلاسه کولای.
هیڅکله په بیړه باید پرېکړه ونه کړو. په واده کولو کې د احساساتو څخه نه، باید له څېړنې څخه کار واخلو، ځکه همدا کار موږ ته د ښې اړیکې جوړېدو سبب کیږي.
ځېړنه او په اړه یې د معلوماتو او پوښتنې او ګرویږنې کول، د واده لپاره یوه علمي او روغه تګلاره ده چې انسان یې د کوژدې او واده نه مخکې باید ترسره کړي.
کله چې موږ یو د بل په هکله معلومات او څېړنه وکړو نه یوازې مقابل لوری بلکې ټوله کورنۍ یې پېژندلی شو، هر ډول پوښتنې او ستونزې که ولرو د همدې څېړنې له طریقه حل کېدای شي.
څېړنه کول هم د اشخاصو او هم د کورنۍ اندېښنه لمنځه وړي ځکه وروسته له څېړنې موږ کولای شو یو ښه پرېکړه خپل راتلونکې لپاره ونیسو.
کله چې واده یا کوژده کوو د نورو خلکو خبرو ته باید غوږ کېنږدو او نه هم خپله له ځانه قضاوت وکړو همدا تر ټولو ښه لاره څېړنه ده چې باید وکړو ځکه دا کار له بېځایه نیوکو او قضاوت څخه مخنیوی کوي.
د ژوند د ملګري په هکله څېړنه کول یوه ښه او اخلاقي کرنلاړه ده چې هر څوک مخکې له کوژدې باید ترسره کړي.
واده د دوو ورځو کار ندی د ټول عمر خبره ده نو باید ډېر پام وشي هیڅکله په پټو سترګو نوی ژوند باید پیل نشي ځکه دا زموږ په ضرر تمامیږي.
داسې ډېر کورنۍ شته چې له کوژدې او واده نه مخکې هلک او انجلۍ یو بل سره نشي لیدای نو باید کورنۍ یې له نورو نه د دوی په هکله څېړنه وکړي.
څېړنه د واده له شرایطو څخه یو لوی شرط دی پرته له څېړنې واده کول دا یو نا سالم کار دی، څېړنه د یوې اړیکې پایله ښه کولای شي.
نو له واده نه مخکې څېړنه ډېرې ګټي لري موږ له هر ډول ستونزو څخه خلاصوي د مقابل لوري په هکله پوره معلومات راکوي، یعنې که هغه ناروغ وي یا ښه انسان نه وي یا هم همداسې نورې ستونزې که ولري د څېړنې له امله موږ پېژندلای شو.