د مثبت اندۍ ۷ هغه لارې چې شاید تر اوسه مو ورته پام نه وي !

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

ژباړه او زیاتونه؛ ملیحه ناصري
ځینې وخت د انسان پر فکر منفي خبرو وزرې غوړولې وي. دا منفي اندي ټول ژوند اغېزمنولی شي، خو که هغه مهال خپل احساسات بدل کړئ، د خپګان پر ځای لږ څه خوښي حس کړئ، ورو ورو مو ټول ژوند سمېږي او منفي فکرونه مو نه ځوروي. د مثبت فکر لرلو لپاره اووه اسانه لارې درښیوو:
۱ – اروایي ورزش وکړئ:
هماغسې چې پر خپلو فزیکي عضلاتو کار کوئ او جوړوئ یې، لږ مو پر مغزي عضلاتو هم تمرکز وکړئ. مغزي تمرین وکړئ. دا کار په مثبت فکر لرلو کې مرسته درسره کولی شي. د ماغزو کیڼه خوا (پرو فرونټال کورټېکس) د مثبتو احساساتو مسووله ده. یوازې څو دقیقې مغزي تمرین دا برخه پیاوړې کوي، مثلاً دوې کلیمې وټاکئ یا مینه یا آرامښت. په یوه آرامه ځای کې کېنئ، سترګې مو پټې کړئ، ژوره ساه واخلئ او په دغو دوو کلیمو کې پر یوه یې ژور فکر وکړئ او ویې انځوروئ. یوازې لس دقیقې ورته بسنه کوي.
۲ – هره ورځ یو ساعت ځان خوشحاله ساتئ:
ځینې خلک د ژوند د هغو برخو په اړه فکر کولو ته وخت نه ځانګړی کوي چې دوی خوند ترې اخلي. خپل اونیز کارونه مو یاداښت کړئ. هغه کارونه چې بېخونده و یا تاسو ته یې خوند او بېخوندۍ تفاوت نه کاوه، جلا یې ولیکئ. د بېخونده کارونو ځای خوندورو چارو ته ورکړئ. یا مو خوندور کارونه ډېر کړئ. دا کار مو پر ژوند مثبت اغېز پرېباسي.
۳ –  فکر مه محدودوئ:
هر وخت چې منفي اندونو درباندې برید وکړ، لږ سوچ وکړئ چې په رښتیا هم همداسې ده او که نه. کېدای شي د یوې کړنې یا خبرې د منفي پایلو پر ځای له بلې زاویې ورته وګورئ او مثبتې یې وارزوئ.
۴ – ژبه مو کنټرول کړئ:
هغه څه چې تاسو یې هره ورځ وایئ، نامستقیماً ستاسو پر روان، ذهن او دروني حالاتو اغېز کوي. که مو خوله پر منفي خبرو یا ملنډو اموخته وي، دا مو ژوند او ذهن دواړه اغېزمن کولی شي.
مثلا که چېرې څوک ستاسو د دندې په اړه کوم څه وپوښتي او تاسو ورته ووایئ چې کومه دنده، په خوب کې به یې هم ونه وینم. همدا منفي اند مو ټوکه په ټکاله بدلوي او اټکل مو پر باور. مانا تل به ځان کمزوری درته ښکاري.
۵ – ماشومتوب ته وروګرځئ:
هڅه وکړئ ماشومتوب مو تکرار کړئ. هغه لوبې مو چې اوس خوښې دي، داسې یې وکړئ لکه په نهه کلنۍ کې مو چې کولې. د چا له خبرو مه وېرېږئ چې هاغه پلانی/ پلانۍ به څه وایي. بې پروا پرې ورشئ او د خوښې لوبه مو وکړه. لږ باید له ځان سره سړی صادق وي.
۶ – ښه کارونه وکړئ:
که ښه کارونه وکړئ ځان به ښه درته ښکاري. داسې به ګڼئ چې ښه انسان یاست. هره ورځ یو ښه کار وکړئ، که څه هم ډېر کوچنی وي یا هم هسې یوه خبره وي. تر خپلې وسې مو هغه کار تکراروئ چې دوامداره شي. څېړنې وایي چې دوامداره ښه کار د انسان د خوشحالۍ کچه لوړوي.
۷ – انځورونه مو چوکاټ کړئ:
خپل انځورونه مو چوکاټ کړئ او پر دېوال یې راوځړوئ. دا کار یوازې د کور ډیکورېشن یا سینګار نه دی، بلکې خپلو انځورونو ته چې ګورئ، یو ډول خوښي به احساسوئ. د ځان، کورنۍ، ملګرو او پوهنتون دورې انځورونه مو چوکاټ کړئ، په هر ځل لیدو یې تاسو ته مثبته روحیه درکولی شي.