د سر وېښتانو پر ښه والي د سر د پوستکي د روغتیا اغیزه

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

ژباړه: عایشه حیدري

د وېښتانو توېدل یوه عامه ستونزه ده او ډېری ښځينه او نارينه په خپل ژوند کې له دغې ستونزې سره مخ کېږي.

د وېښتانو د توېدلو د مخنیوي لپاره یو اسانه او اړینه لاره د سر د پوستکي سمه ساتنه ده، ځکه همدا کار د وېښتانو د فولیکولونو د پیاوړتیا لامل کېږي.

د وېښتانو فولیکولونه د ودې یو دوران لري چې کېدلای شي د هورمونونو، درملو، د خوړو رژیم، ناروغیو او ډېرو نور عواملو له کبله بدلون ومومي.

څېړنې ښيي چې د وېښتانو او د سر د پوستکي روغتیا ښې تغذيې او د وېښتانو د مینځلو لپاره له ښو محصلاتو څخه ګټې اخیستنې پورې تړاو لري.

وړ خواړه او د وېښتانو اینځلو لپاره وړ محصولات کولای شي د وېښتانو په وده، د وېښتانو د ونې پر پېړوالي او ځواکمنتیا، د طبیعي ودې او د وېښتانو پايښت کې ډېره مهمه ونډه ولري. د سر د پوستکي د فولیکولونو د فعالیت ښه والی د سر د وېښتانو د ودې لامل کېږي.

د سر روغ، طبیعي، نورمال PH پوستکی چې د اپیدرم طبیعي ضخامت ولري د وېښتانو د ودې لامل کېږي او د وېښتانو د توېدلو څخه مخنیوی کوي.

نو که غواړئ چې روغ او له ځینو ستونزو لکه د وېښتانو توېدلو پرته وېښتان ولرئ نو د خپل سر د پوستکی سمه ساتنه و کړئ، ځکه چې د وېښتانو د توېدلو د مخنيوي لپاره تر ټولو غوره لار د سر د پوستکي سمه ساتنه ده.

د سر پوستکی باید په سمه توګه وساتل شي تر څو د وېښتانو فولیکولونه وکولای شي په سمه توګه وده وکړي او د مېکروبونو، مضرو فکتورونو، سترس او د کس ناروغي او داسې نور لاملونه پر وړاندې مقاومت ولري او له منځه لاړ نه شي.

د سر پوستکی بېلابېلې لایې لري هر څومره چې د سلولونو جوړښت روغ او متعادل وي د وېښتانو د فولیکولونو او د وېښتانو د تنې د ودې او ساتنې لپاره وړ پوستکی ګڼل کېږي.

د سر د پوستکي د ساتنې لپاره د وړ تغذيې او د بدن د روغتیا د ساتنې ترڅنګ چې د وېښتانو په وده او ساتنه کې نېغ په نېغه اغېزه لري، له هغو محصولاتو څخه ګټه اخيستنه چې د وېښتانو د ودې او ساتنې لپاره دي هم کولای شي د وېښتانو په وده او ساتنې کې ډېره مرسته وکړي.