د نړۍ ږیره وره مېرمن؛ له لومړي اولاد وروسته دې حالت سره مخ شوه!

سپینه تجريدي ډیزاین
ژباړه: حماد هلال

د سړیانو او مېرمنو ظاهري ځانګړنې د خلکو لپاره جالب موضوعات دي، خو دا ځل د یوې منځ محاله عمر لرونکې مېرمنې ږیره او ږیرې سره د هغې علاقه لرل، په جنجالي بحث اوښتې.

دې ږیرې لرونکې مېرمنې په ۲۰۰۸ م کال کې پرېکړه وکړه، چې د ږیرې پټولو او له منځه وړلو په ځای یې د سړیانو په څېر پریږدي او ځان ورسره عادت کوي، چې هغه وخته دا جنجال پیل شو.

۴۹ کلنه ماریا کله چې ۲۸ کلنه وه، د لومړي ماشوم په پیدایښت سره یې ځان کې د ویښتانو پیداکېدل تجربه کړه او په تدریجي ډول دا کوچني ویښتان د هغې په مخ لوی شول. د دې ویښتانو څخه د خلاصون لپاره د ماریا ټولې هڅې بې ګټې وې او ونه توانیده چې د دې کار مخه ونیسي.

خو د دې کیسې ترټولو خوندوره برخه د ۲۰۰۸ م کال څخه وروسته پیل شوه، اغلې ماریا بې له کومې ناراحتۍ خپل عکسونه په خپل بلاګ خپاره کړل، چې د نورو لخوا یې منفي او مثبت نظرونه ترلاسه کړه. خو د اغلې ماریا هیلې او په ځان باور د دې لامل شو، چې هغه په سرکس کې کار وکړي او ټوله نړۍ هغه د ږیره ورې مېرمنې په نوم وپېژني.

له دې وړاندې په نړۍ کې داسې نورې ښځینه هم شته چې هغوی د نارینه وو په څیر اوږدې ږیري لري.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.