دا لارې چارې مو له لوږې پرته ډنګروی شي

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

دا خبره به مو اوریدلې وي چې وایي: پلانی هم غواړي غازي شي او هم شهید شي.
ځینې خلک دا خبره هغو کسانو ته کوي، چې د خوراک زیات شوقیان دي، خو غواړي ډنګر هم شي.
آیا ریښتیا هم دا دواړه شوقه په یو وخت د غازي کیدو او شهید کیدو تمې ته ورته دي؟
زموږ ځواب درته نه دی؛ دلته داسې لارې چارې درښيوو چې په مرسته یې د زیات خوراک باوجود هم ډنګریدای شي.
څه وکړو؟
د دې لپاره چې هم خوراک وکړئ او هم ډنګر شئ، هرڅه نه په لومړي ګام کې دا ضرور دي چې په خوراکي رژیم کې مو تدریجي بدلونونه راولي.
داسې نه کیږي، چې په یوه ورځ ټول خوراک څښاک بس کړئ او وایئ، چې خامخا په نه خوراک ځان ډنګروم.
په دې برخه کې به غوره وي، چې د ځینو خوراکي توکیو پرځای نور توکي وکاروئ.
مثلاً:
ـ د عادي شیدو پر ځای غوره ده، چې د بادامو شیدې، د وریجو شیدې، د سویا او نارګیل نا خواږه شوې شیدې وڅښئ.
– د سرو کړو غوښو پرځای بهتره ده، چې لوبیا او نور حبوبات وکاروئ.
ـ د پنیرو پر ځای به ښه وي، چې د زیتونو غوړي او نور سبزیجات وکاروئ.
– د چرګانو د هګیو پر ځای هم کیدای شي شات یا بل داسې څه وکاروئ.
دا خواړه مه خورئ!
داسې خواړه هم ډېر دي، چې لږ استعمال یې ستاسې د زیات ورزش نتیجه درخرابوي.
مثلاً: که تاسې ۵۰ ګرامه د آلوګانو چپس وخورئ، په دې مانا چې ۴۰۰ کالري انرژي لاسته راوړئ.
د دې په مقابل کې که تاسې ۱ کیلومتر پلی مزل وکړئ، نتیجه به دا وي چې ۱۱۰ کیلو کالري مو مصرف کړې.
نو ښه ده، چې د آلوګانو له استعمال سره زیات احتیاط وکړئ.
له دې یادونې هدف دا دی، چې داسې خوراکونه مه کوئ، چې ستاسې د ساعتونوـ ساعتونو د ورزش نتیجه په څو دقیقو کې بیرته خرابوي.
لوږه او اشتها فرق کوي!
هغوی، چې غواړي وزن کم کړي، نه باید خپله اشتها له منځه یوسي او ځان په نورو ناروغیو واړوي.
تاسې باید د لوږې او اشتها ترمنځ فرق هم هېر نه کړئ.
ځینې وږي وي باید خوراک وکړي، خو ځینې وږي نه وي او یوه خوراک ته یې اشتها راځي.
ستاسې وزن د لوږې په ختمولو نه؛ بلکې د اشتها په زیات پاللو خرابیږي.
دې ته مو پام اوسه، چې له اشتها پاریدو سره هر څه مه خورئ،احتیاط ښه شی دی.
مڼه بوی کړئ
څېړنو ښودلې، چې د مڼو بوی کول په رواني لحاظ ستاسې د مړښت سبب ګرځي.
یانې که مڼې د لوږې وخت کې بوی کړئ، ستاسې اشتها کموي او له زیات خوراکه مو راګرځوي.
مېوه زیاته خورئ
د طب یوه معقوله دا ده: له مېوې سره د لوږې جنګ ته لاړشئ.
کله چې زیات وږي وئ، تر زیات خوړو ښه ده، چې زیاته مېوه وخورئ.
مېوه ګټه زیاته لري، تاوان یا هیڅ نه لري، یا که ولري نو تر نورو خوړو کمه ده.
نو څومره چې کولای شئ، مېوې ته تر نورو خوړو زیات لومړیتوب ورکړئ.
څو نورې لارښوونې
ـ سهار هڅه وکړئ، ې زیات پروتین واخلئ. د چرګ هګۍ په سهارنۍ کې زیاته توصیه کیږي.
– د څو وخته ډوډۍ په وقفه کې لږ لږ خوراک ښه ده، چې وکړئ. البته مضر شیان نه، چې وزن مو زیاتوي.
– څښاک زیات وکړئ، اوبه، قهوه او چای وڅښئ. خواږه لرونکي مشروبات مه څښئ، چې تاوان لري.
– کافي خوب وکړئ. دا مو هم د زیات خوراک مخه نیسي. لږ خوب، د زیاتو خوړو سبب ګرځي.