د بریا ځینې نالوستل‌شوي رازونه

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري
ژباړه او راټولونه: صدیقه پوپلزۍ

ـ تر څو چې له سختیو څخه تېر نشئ، هېڅکله اسانیو ته نه رسېږئ. (کولین مک کارتي)
ـ که غواړئ ښه کار وکړئ او بریالي شئ، نو ښه ارام هم وکړئ، ځکه که ارام ونه کړئ، نو کار په سمه توګه نشئ ترسره کولی.
ـ تل هڅه وکړئ چې مثبت فکر ولرئ او پر خدای باور ولرئ، ځکه په هر ځای کې حاضر وي. له ماتې او تېروتنې څخه مه ډارېږئ. د نورو له قضاوت څخه هم مه وېرېږئ، خپل ځان له نورو سره مه پرتله کوئ.
ـ لنډ مهاله، منځني او اوږدمهاله موخې ځان ته وټاکئ.
ـ له بدلون څخه مه ډارېږئ.
ـ هېڅکله ارزښت لرونکې شیان اسانه نه ترلاسه کېږي، د هغه لپاره باید ډېره هڅه وکړو، چې ترلاسه یې کړو. (هامیلتون هولت)
ـ کله چې ماتې خورئ، نو پوه شئ چې خپرونه مو مکمله نه وه، حتماً کومه نیمګړتیا پکې وه، نو د دې لپاره له سره ځانته پلان جوړ کړئ او بېرته د خپلې موخې پر لور حرکت وکړئ. (ناپلئون هیل)
ـ هېڅکله د تېر مهال په هکله فکر مه کوئ، کومه تېروتنه چې مو ترسره کړې، همالته یې هېره کړئ یوازې د راتلونکې په فکر اوسئ.
ـ لوړې هیلې لرل، هر ناشونی کار شونی کوي. (بنجامین فرانکلین)
ـ تل زړور اوسئ، ځینې وخت زړورتوب ښایي تاسې ته ستونزمن شي، خو که لږ هم تاسې زوړور شئ، له ستونزو څخه مو خلاصوي. (رابرت ګرین)
ـ هغه څه چې موږ بریا ته رسوي، هغه زموږ وړتیا، ذاتي ځواک او زموږ خپل فکر دی، ځکه زموږ فکر زموږ د بریا معیار دی. (دنیس ویتلي)
ـ که په لومړي سر کې بریالي نشوئ، نو له هڅې څخه لاس مه اخلئ، دوام ورکړئ، خپلو موخو ته ورسېږئ. (ویلیام ویکسون)
ـ زموږ خپلې پرېکړې دي چې زموږ سرنوشت بدلوي. (انتوني رابینز)
ـ په یاد ولرئ د بریا لپاره تر ټولو اړین زموږ پرېکړې او اراده دي. (ابراهام لینکلن)
ـ تر بریا ماته موږ ته ډېر څه رازده کوي، هغه څوک چې هېڅکله تېروتنې نه کوي، هېڅکله یو ځای ته نه رسېږي. (راکفلر)
ـ په ژوند کې هر څومره ډېرې تجربې ترلاسه کړو، هماغومره مو فهم ډېریږي.