هغه سهوې چې ورځ مو ټوله بې خونده کوي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

لیکنه: صدیقه پوپلزۍ

ځینې کسان له خوبه تر پاڅېدلو وروسته داسې خطاوې ترسره کوي، چې د دوی ټوله ورځ ورسره خرابېږي. دا سهوې د دې سبب کېږي چې ټوله ورځ هغه کس تر خپلې اغېزې لاندې راولي او داسې کسان معمولاً ښه ورځ نشي تېرولی. که موږ له دې سهوو ځانونه خبر کړو، د تاوان ورکولو په پایله کې یې یوه ښه ورځ جوړولای شو.

د لمر وړانګو د څرګندېدلو مخنیوی کول

کله چې له خوبه پاڅېږئ او د لمر له وړانګې سره نه مخ کېږئ، نو یوه ستړې کوونکې ورځ به پرمخ ولرئ. د امریکا په فینبورګ پوهنتون کې څېړنو ښکاره کړې، چې د وړانګو له لاسه ورکول په حقیقت کې د غړو ډله‌ییزه شاخه لوړوي. کوم کسان چې د غرمې لخوا د وړانګو پر وړاندې درېږي د هغوی د غړو ډله‌ییزه شاخه نسبت هغو کسانو ته، چې سهار ولاړ وي، ډېرېږي او په پایله کې د چاغوالي له ستونزې سره مخ کېږي.
که په سهار کې ۲۰ یا ۳۰ دقیقې د لمر وړانګو مخ ته ودرېږو، زموږ انرژي، د بدن فعالیت، د اشتها ډېروالی او همداسې د بدن سیسټم مو منظمه کېږي.

د اوبو نه څښل

که په سهار کې مو اوبه ونه څښلې، نو په پاتې ورځ کې به د بدن د اکسیجن له نشتون سره مخ شئ او د اکسیجن نشتوالی به مو خراب حالت ته ورسوي او هم به د ډېرې سټړیا احساس وکړئ. سهار وختي د مایعاتو څښل نه یوازې انرژي او خوشحالي ډېروي، بلکې ستاسو چټکوالی هم د کار کولو پر وخت زیاتوي.

له سهارنۍ پرته د ورځې پیلول

د وروستیو څېړنو پر اساس په انګلیس کې، کله چې یو انسان پرته له سهارنۍ ورځ پیل کړي، نو ټوله ورځ به عصبي او غوسه وي. په واقعیت کې د دې څېړنې موندنې دا ښکاره کړل هغه کسان چې سهارنۍ خوري خپل ورځني کارونه په پوره فکر او ښه حس سره ترسره کوي. همدارنګه په سهار کې د صحي خوړو خوړل د اړتیا وړ ځواک، د ښه عملکرد لپاره ټوله ورځ ستاسو مغز ته ورکوي، نو پر دې اساس سپارښتنه کېږي چې د سهارنۍ لپاره له کاربوهیدرایت او پروتیئن لرونکو موادو څخه ګټه واخلئ.
د تګزاس پوهنتون د څېړنو پر اساس، هغه کسان چې په دریو وختونو کې ۳۰ ګرامه پروتیئن خپل بدن ته رسوي، د هغو په عضلاتو کې د پروتیئن جذب نسبت هغه کسانو ته چې یوازې د شپې لخوا پروتیئن خوري ۲۵ سلنه ډېره ده. په داسې حال چې دا غذایي ماده زموږ د صحت سلامتیا لپاره اړینه ده.

ورځنۍ تګ او راتګ

د کور مسیر تر کار ځایه پورې د انرژي درلودل په کاري ورځ کې یو اړین عامل دی. په لاربندۍ کې پاتې کېدل نه یوازې د غوسې سبب کېږي، بلکې نورې اغېزې هم لري. د دې ستونزې لپاره یوه مناسبه لاره وټاکئ. د مثال په توګه هڅه وکړئ چې له کور څخه په خپل شخصي موټر کې مه وځئ، ځکه چې په ناچارۍ سره به بند پاتې نشئ، چې وشئ کولای ځینې لارې تر خپل کارځایه پیاده لاړ شئ.