برج خلیفه او اسمانڅکه ودانۍ: د دوبۍ آمر ولې لوړترینه ودانۍ جوړوي؟

سپینه تجريدي ډیزاین

ژباړه او راټولونه: عایشه حیدري
د عربي نړۍ تر ټولو ډېرې دنګې ودانۍ په عرب متحده اماراتو کې دي او که د دغه خلیجي هېواد کوچنیوالي ته پام وکړو، نو په نړۍ کې د ډېرو دنګو دانیو کوربه، کوچنۍ هېواد دی.
240px-Burj_Khalifa.jpg
تر ۱۹۶۰ زېږدیز وړاندې متحده عربي امارات، خصوصاً د دوبۍ امارت یو ریګستان و، خو وروسته د دوبۍ امیر د دوبۍ څېره بدله کړه. شیخ محمد بن راشد المکتوم، چې اوس د دوبۍ امیر دی، دوبۍ د نړۍ په ستر سوداګریز او اقتصادي مرکز بدل کړ، د شیخ په وینا چې غواړي دوبۍ تل په لومړۍ مقام کې و اوسي، نه یوازې په سیمه او خلیج کې، بلکې په ټوله نړۍ کې.
همداسې هم وشول، دوبۍ په هر څه کې لومړی مقام لري، او خپل ځای هېڅ ښار ته نه ور پرېږدي. د دوبۍ امیر د خپل لومړي مقام ساتنې لپاره شپه او ورځ هڅه کوي او اوس هڅه کوي چې د نړۍ د لوړې دنګې ودانۍ مقام بیا هم له خپل ځان سره وساتي، اوس د دوبۍ امیر د برج خلیفه څخه د بل لوړ ټاور په جوړلو لګیا دی چې د دوبۍ کریک ټاور Dubai Creek Tower په نامه یادېږي او له پلان سره سم به یې روان زېږدیز کال ودانیزې چارې بشپړې شي.
دا ودانۍ به ۲۱۰ پوړونه او ۱۳۰۰ مټره یا ۱،۳ کیلومټره لوړوالی ولري. همدارنګه د دوبۍ سیټي ټاور Dubai City Tower په نامه د بلې دنګې ودانۍ د جوړونې وړاندیز هم شوی چې ۴۰۰ پوړونه ورته پلان شوي او ۲۴۰۰ مټره یا د برج خلیفه درې برابره لوړوالی به ولري.
Luxe-Adventure-Traveler-Dubai-Burj-Khalifa-6.jpg
عرب متحده امارات نن ورځ ۸۳ داسې دنګې ودانۍ لري چې لوړوالی یې تر ۲۰۰ مټرو لوړ دی، او لسګونه نورې داسې ودانۍ هم شته چې لوړوالی یې ۱۵۰ مټرو څخه تر ۲۰۰ مټرو پورې رسېږي. د دغو دنګو ودانیو ډېر شمېر په دوبۍ او ابوظبۍ کې دي چې د نړۍ تر ټولو هغه لوړه ودانۍ چې تر نن ورځې هېڅ یوه ودانۍ ترې لوړه نه ده جوړه شوې د برج خلیفه Burj khalifa په نامه یادېږي.
برج خلیفه دنګه ودانۍ په دوبۍ ښار کې واقع ده، د‌ دغې اسمانڅکې ودانۍ د جوړونې پر مهال د نړۍ تر ټولو غوره او استعداد لرونکي طراحان، معماران او انجنیران را ټول شوی وو، چې په دوبۍ کې د نړۍ تر ټولو دنګه او بې جوړې ودانۍ جوړه کړي. د برج خلیفه ودانیزې چارې په ۲۰۰۴ زېږدیز د جنورۍ په میاشت کې پیل شوې او د ۲۰۱۰ د جنورۍ پر څلورمه پای ته ورسېدې.
یاده ودانۍ تر پرانیستنې وړاندې د دوبۍ برج Burj Dubai په نامه یادېده، خو د پرانیستې په ورځ د شیخ محمد بن راشد المکتوم له لوري د برج خلیفه په نامه یاده شوه او وروسته یې رسماً نوم بدلون وموند.
Screenshot_20200720-143822_Google.jpg
برج خلیفه ۸۲۸ متره لوړوالی لري له همدې کبله د نړۍ د لوړو ودانیو په نوملړ کې لومړی مقام لري. یاده ودانۍ ۱۶۳ پوړه لري، تر زرو ډېر د استوګنځي اپارتمانونه، ۴۹ پوړونه اداري او دفتري چارو لپاره او د برج خلیفه د استوګنو لپاره یو ځانګړی کتابتون پکې دي.
یو ستر جومات، د لامبو درې ستر حوضونه، په ۱۲۲ پوړ کې یو ځانګړی رسټورانټ او د لوبو، سوداګرۍ او اداري چارو دفترونو لپاره ځانګړي شوي دي. د برج خلیفه د ودانۍ لاندې شاوخوا سیمه کې فواره او مصنوعي سیند جوړ شوی دی، دغه سیند او فواره د وېټ WET په نامه امریکایي شرکت د ۲۱۸ میلیونو ډالرو په لګښت جوړ کړي دي. د برج خلیفه دغه فواره ۲۵۰ مټره اوږد پراخوالی لري او تر ۱۵۰ مټرو پورې لوړې اوبه شیندي او د ۲۵ بېلابېلو رنګونو لرونکي ۶۶۰۰ څراغونه پکې لګول شوي دي.
Screenshot_20200720-143810_Google.jpg
په حقیقت کې دغه لوړه ودانۍ یوازې د دې لپاره نه ده جوړه شوې چې د نړۍ د تر ټولو لوړې ودانۍ نوم خپل کړي، بلکې د دې لپاره هم جوړه شوې چې په دوبۍ کې د سوداګرۍ او ګرځندویۍ صنعت ژوندی وساتي او سیلانیان دې ته وهڅوي چې دغه هېواد ته سفر وکړي.
کله چې د دغې ودانۍ وروستني پوړ ته وخیژئ، نو د سترګو د ليد د وړتيا پورې به دنګې ودانۍ و وينئ او فکر به و کړئ چې د دوبئ په اسمان کې له الوتکې د ښار ننداره کوئ.
Screenshot_20200720-143758_Google.jpg
لکه څنګه مو چې وړاندې یادونه وکړه، دوبۍ هېڅکله په دویم مقام قناعت نه کوي، او د لوړو او دنګو ودانیو تر څنګ په هره برخه کې لومړی مقام غواړي، نو له همدې امله په راتلونکي کې به هم دوبۍ په احتمالي ډول د تر ټولو لوړې ودانۍ کوربه وي.
Screenshot_20200720-143728_Google.jpg