د بریالیتوب څو ټکي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ژباړه: محمد عزيز پردېس
۱- د دواړو اړخونو ګټه په پام کې ونيسئ.
د مذاکرې پر مهال يوازې د خپل ځان په اړه فکر مه کوئ. ښه په دقيق ډول خبرو ته غوږ ونيسئ او د مقابل لوري عقايدو او نظرياتو ته هم احترام وکړئ. خپلې خبرې په څرګند او روښانه ډول بيان کړئ او له دې ځان مطمئين کړئ چې مقابل لوری مو خبرو ته متوجه دی او ستاسو مطلب يې اخېستی.
۲- د خپل کار ګټې او منفعت په اړه مو مقابل لوري ته يې ووايئ.
کله چې مقابل لوري ته د يو کار وړانديز کوئ، د کار د ګټې او تاوان لپاره ورته مخکې له مخکې هرو مرو يادونه وکړئ.
۳- په مذاکره کې د زړه پرځای له ‌ذهن څخه کار واخلئ.
بريالي کسان تل هڅه کوي چې په خپلو مذاکراتو کې د زړه د غوښتنو پرځای له عقل، فکر او ذهن څخه کار واخلي.
خپل ذهن مو مهار کړئ او مه پرېږدئ چې احساسات مو پرتاسو غلبه وکړي او هڅه بايد وشي چې پرېکړه يا تصميم په چټکۍ سره ونه نيول شي.
۴- مه پرېږدئ چې جنسیت ستاسو د مذاکرې مخه ډ‌ب کړي.
ځينې ښځينه د مذاکرې په برخه کې ډېر مهارت لري، خو ډېری يې دې کار ته زړه نه ښه کوي.
نارينه د ښځينه و په پرتله څلور برابره ډېر په مذاکرو کې وړتيا لري. دا د دې مانا نه ورکوي چې ښځينه نشي کولی د ښو مذاکرو جوګه شي، بلکې ټوله خبره د دوی د پرېکړو او ارادو پورې اړه لري.
۵- د مذاکرې پر مهال مو شخصي اړيکې پرېږدئ.
د مذاکرې څخه ستاسو موخه کاري پرېکړې ته رسېدل دي، نه دا چې خپل شخصي ستونزې حل او فصل کړئ.
د مذاکرې پر مهال دا هېر کړې چې هغه شخص تاسو ته څه اهميت لري، د لسو څخه تر شلو دقيقو پورې د خپل او د مقابل لوري ترمنځ کاري اړيکه پرې کړئ.
۶- له ډېرې غوښتنې څخه مه وېرېږئ.
څېړنه وکړئ او وګورئ چې خپلې وړتيا او مهارت او په بازار کې ستاسو د مسلک اړتيا ته په کتو؛ څومره پيسې تاسو ته مناسبې دي. د مذاکرې يا انټريو پر مهال د لوړ اندازې معاش وړانديز کولو څخه مه وېرېږئ، ځکه که تاسو د هرڅومره پيسو وړانديز وکړئ، نو کاروړاندې کوونکي به تاسو سره چنې ووهي او مقدار به راټيټ کړي.
۷- له مجبورۍ مذاکرې ته مه حاضرېږئ.
د بريالي مذاکرې راز په دې کې دی چې د اړتيا پرمهال يې ودروئ. که د ستړيا له امله مذاکرې ته بيا هم دوام ورکړئ، نو تاسو بايلونکي ياست.
په ناهيلۍ سره مذاکره کول مذاکره نه بلکې دواړو لورو ته يو جنجال دی.
۸- په مذاکره کې متقابل احترام اړين دی.
په متقابله اړيکو کې مهمه ده چې دواړه لوري يو او بل ته احترام وکړي، ضرور نه ده چې هر کار او امر دې په زور او شدت سره وشي. هغه خبره او امر چې په نرمښت سره وشي، نو پايله به يې دېره ګټوره وي. که مقابل لوري تاسو ورټلۍ يا يې تهديد کړئ، نو ښه به دا وي چې مذاکره يا خبرې اترې ورسره پرې کړئ. هغه څوک چې د مذاکرې په اصولو نه پوهېږي، د دې وړتيا نه لري چې ورسره همکاري وشي.
۹- ځان ته مو بند مه اچوئ.
کله ناکله له انسان نه سهوا يا هم قصدا لويه خبره کېږي، د بېلګې په توګه په مذاکره يا خبر اترو کې ښايي داسې ووايئ چې: فلانی کار مې نه خوښېږي، ځکه حقوق يې کم دي.
هڅه وکړئ چې له داسې خبرو ډډه وکړئ چې بيا پرې پښېمانه شئ. د مذاکرې پر مهال تېز تېز غږېدل ستاسو اعتبار راکموي.
۱۰- کولی شئ چې په هرې موضوع مذاکره وکړئ.
کوچنيو موضوعاتو باندې کله ناکله مذاکره کول، لويو موضوعاتو ته خبرې کولو ته لار هواروي.
په مذاکرو کې د ډار له امله هغه فرصت چې ژوند يې تاسو ته درکوي له لاسه مه ورکوئ.
۱۱- له پنځوسو څخه ډېرو کسونو سره په اړيکه کې ياست.
پرته له دې چې پوه شئ له ډېرو کسانو سره په اړيکه کې ياست چې کولی شي تاسو سره د موخو په رسېدو کې مرسته وکړي. که باور مو نه کېږي، د خپلو ملګرو او دوستانو يو لېست برابر کړئ.
دغه لېست په درې برخو ووېشئ: د کورنۍ غړي، ملګري او ګاونډيان. وروسته مو د کاري اړيکو پسې لاړ شئ؛ پخواني همکاران، فعلي همکاران، د همکارو شرکتونو غړي، پېردونکي او حتی رقيبان مو. دا ټول هغه کسان دي چې تاسو سره د ژوند په هر پړاو او هره ستونزه کې مرسته کولی شي.
۱۲- هغه کسان چې له تاسو سره توپیر لري، اړيکه ورسره ټینګه کړئ.
د ټولنيزو اړيکو په ټينګولو کې توصيه کېږي چې د هغو کسانو سره اشنا شئ چې متفاوت مهارتونه لري. د بېلګې په توګه، که په هنري برخه کې بلد نه ياست، ښايي کله ناکله يوه ګرافيک ډيزاينر ته اړتيا پيدتا کړئ.
د هغو کسانو په لټه شئ چې متفاوتې وړتياوې لري او له هرې څانګې يا هر مسلک څخه بايد ملګري ولرئ.
۱۳- د کيفيت په لټه کې شئ، نه د کميت.
د هغه غښتلې ارتباطي شبکه چې ټول غړي يې يو او بل وپېژني، شمېر ۱۵۰ تنو ته يې رسېږي. نو هڅه وکړئ چې شاوخوا ته مو ډېر بیر او بار جوړ نشي او مه پرېږدئ چې له پورته ياد شوي شمېر لوړ شي.
که د پنځه فعالو او ګټورو کسانو سره مو د اړيکو مزي وځغلوئ، نو دا له هغو ۲۰ کسانو څخه غوره وي چې غير فعاله او ټولنيزې اړيکې يې کمزورې وي.
۱۴- خپله هم د ويلو لپاره يو څه ولرئ.
د ټولنيزو اړيکو په ټينګولو کې يو مهمه برخه هم د خپل ځان پېژندنه ده.
همدا اوس د خپل ځان د معرفي په تمرين پیل وکړئ او تر يوې دقيقې ورته دوام ورکړئ، هڅه وکړئ چې د خپل ځان د معرفۍ لپاره يو منظم او هر اړخيز عبارت برابر کړئ.
مقابل لوري ته مو د تېرو او راتلونکو فعاليتونو په اړه لنډه توګه وينا وکړئ.
۱۴- تل له ځان سره خپل اړيم مالومات ولرئ.
نورو ته د خپل پېژند کارت په ورکولو د هغوی کار اسانه کړئ. غوره به وي چې خپل پېژند کارت کې لاندې موارد ټول ولرئ: نوم، برېښناليک، د اړيکو شمېرې او نور… .
د پېژند کارت يا وېزيت کارت مخينه په فرانسه کې ۱۷ مې پېړۍ ته رسېږي، سربېره پردې اوس هم همغسې قوست سره ورته اړتيا ليدل کېږي.