له الهي لورېینو او هنرونو مالامال؛ د قاري برکت الله سلیم له ژوند او هڅو مو خبروو

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د قاري برکت الله سلیم له نوم او غږ سره به داسې افغان او مسلمان ډېر کم پیدا شي، چې بلد نه وي.
هغه له ګڼو الهي لورېینو او انساني هنرونو برخمن دی؛ چې ترټولو مهم یې د نړۍ د ترټولو ستر او بې بدیله الهي کتاب ( قرآنکریم) حافظي ده.
دلته به د دغه لوی او مشهور شخصیت له ژوند او نورو هنرونو څخه خبر شئ.
زوکړه
قاري برکت الله سلیم په ۱۳۲۹ لمریزکال د ننګرهار د هسکې مېنې په ولسوالۍ کې دې نړۍ ته سترګې غړولي.
د هغه پلار مولوي ګلا جان د خپل وخت مشهور دیني عالم او د خپل زوی لومړنی استاد و.
برکت الله سلیم له ۵ کلنۍ څخه د قرآنکریم د حسن قرآئت او حفظ زده کوونکی شو، چې د خارق العاده استعداد له برکته یې تر نهه کلنۍ پورې د بشپړ حفظ ویاړ ترلاسه کړ.

د ۲۰۱۶م کال د میلاد نبي په یوه غونډه کې ولسمشر غني قاري سلیم د تلاوت لپاره تر سټیج رسوي

زده کړې
د قرآنکریم د حفظ له بشپړولو وروسته قاري برکت الله سلیم د مصر په پلازمېنه قاهره کې د نړۍ له یو شمېر مشهورو اسلامي علماوو لکه: شیخ استاد محمود الخلیلي الحصري او ابوالعینین شعشعه سره تر۱۳۴۹ کاله پورې نورې اسلامي زده کړې وکړې.
دندې
ښاغلي سلیم له ۱۳۵۱ کال څخه د افغانستان په ملي راډیو کې د قرآنکریم تلاوت پیل او له دغه وخته ډېر وځلیده.
پر دغې دندې سربېره یې له هماغه وخته د کابل په دارالعلوم او دارالحفاظ کې د استاد په توګه هم خدمت کړی.
د دې ترڅنګ یې د حج او اوقافو وزارت په چوکاټ کې د افغانستان د حافظانو د چارو د ریس په توګه هم دنده ترسره کړې ده.
استاد قاري برکت الله سلیم د کابل په پوهنتون او نورو ګڼو مهمو علمي بنسټونو کې د اسلامي ثقافت د تدریس ویاړ هم لري.
د دې ترڅنګ یې د هېواد په ګڼو رسنیو کې د اسلامي زده کړو او حسن قرائت سلګونه خپرونې ثبت کړي او په دې ډول یې هم ګڼ خلک روزلي دي.
استاد سلیم د هېواد په پلازمېنه کې د حافظانو د روزنې مدرسه هم لري، چې له لارې یې تراوسه زرګونه تنه حافظان روزلي او له اجر او ثواب څخه یې برخمن شوی.
سربېره پردې د هېواد د سلګونه لویو رسمي محافلو، لویو جرګو، ملي او شانداره ورځو او نورو مراسمو د پيلونکي ( د قرآنکریم د تلاوت) ویاړ لري.

نور ویاړونه
استاد برکت الله سلیم د قرآنکریم د حسن قرائت، حفظ، تفسیر او تجوید په ۱۲ نړیوالو سیالیو کې هم برخه اخیستې.
د دغو سیالیو ۸ سیالۍ د استاد سلیم په اول مقام ګټلو پای ته رسیدلي.
مالیزیا، عربستان ، هندوستان، مصر ، بنگلادیش، متحده عربي امارات او ګڼ نور هغه هېوادونه دي، چې قاري برکت الله سلیم پکې نړیوالې سیالۍ ګټلي.
هغه ته د لوړ مقام د درناوي لپاره یې د نړۍ په کچه د ترټولو غوره حافظ لقب هم ورکړل شوی.
د دې ترڅنګ نوموړي په ګڼو نړیوالو سیالیو کې د داور یا ارزونکي په توګه هم ګډون کړی دی.
لیکوال استاد سلیم
قاري برکت الله سلیم سربېره پردې، چې یو پياوړی او نوموتی حافظ او د دې برخې نړیوال استاد دی؛ د لیکوالۍ هنر هم پرې خدای تعالی لورولی دی.
استاد سلیم د قرآنکریم د تجوید په برخه کې څلور جلده کتاب د (برکت التجوید) په نوم لیکلی او خپور کړی دی.
د دغه کتاب دوه جلده په پښتو او دوه جلده نور په دري ژبه خپور شوی.
شاعر برکت الله سلیم
استاد برکت الله سلیم ته د نورو هنرونو ترڅنګ خدای تعالی د شاعرۍ هنر هم ورکړی.
د هغه د شاعرۍ لومړۍ ټولګه د (ناکامه مینه) په نوم نیږدې لس کاله وړاندې د استاد حبیب الله رفیع او یو شمېر نورو مشهورو لیکوالو له سریزو سره یو ځای چاپ او خپره شوه.
د هغه دویمه شعري ټولګه د (دردونه او فریادونه) په نامه خپره شوې ده.