بلغاریا: چمتو یوو چې افغانستان ته خپل سرتېري ولیږو

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

بلغاریا د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت تر چتر لاندې افغانستان ته د خپلو سرتېرو د استولو پر تیاري بوخته ده.

د بلغاریا د دفاع وزیر امیل اوتیموف ویلي چې هېواد یې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د خپل ۴۲م ماموریت پيلولو ته پر چمتووالې بوخت دی.

نوموړي زیاته کړې، بلغاري سرتېري به دا ځل په افغانستان کې افغان ځواکونو ته د سلا مشورې ماموریت پر غاړه ولري.

د هغه په خبره، دا ځل به د دغه هېواد ۱۲۰ پوځيان د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې افغانستان ته واستول شي.

هغه زیاته کړې سرتېري یې د ماموریت پيلولو لپاره پر تمرینونو بوخت دي خو دا یې نه دي ویلي چې دغه ډله به څه وخت افغانستان ته ولېږي.

په ورته وخت کې د واشنګټن ایګزماینر د راپور له مخې، د امریکا د دفاع وزارت دوو پخوانیو وزیرانو رابرت ګیټس او مارک ایسپیر ویلي چې په اوسني وضعیت کې له افغانستان څخه د سرتېرو ایستل به بدې پایلې ولري.

د بارک اوباما د دورې دفاع وزیر رابرت ګیټس او د ټرمپ د دورې وروستي دفاع وزیر مارک ایسپیر بایډن ته سپارښتنه کړې ده چې د مې میاشتې تر لومړۍ نیټې پورې باید امریکایي سرتېري له افغانستان څخه ونه ایستل شي.

ایسپیر ویلي چې دوی د دوحې پر هوکړه په بشپړه توګه عمل کړی دی خو طالبانو په یاده هوکړه کې ذکر شویو ژمنو باندې چې د تاوتریخوالي کمول، له افغان حکومت سره د مذاکراتو پیلول او له القاعده شبکې سره د اړیکو پرې کول و له دې ډلې یې پر یوې هغې هم عمل نه دی کړی.

هغه زیاته کړې چې دوی خپل حسن نیت وښود خو په خبره یې له بده مرغه چې طالبانو ژمنتیا ونه ښوده.

ایسپير دغه راز ویلي چې دی په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو د کمولو پر سر هم له ټرمپ سره مخالف و خو هغه دا کار په ډېره بې پروایي تر سره کړ.

په ورته وخت کې رابرټ ګیټس بیا ویلي، طالبانو ته باید دا پیغام ورسول شي چې څو پورې د سولې مذاکرات په جدي توګه پیل نه کړي امریکا له افغانستانه نه وځي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي