د راپورونو له مخې پېښه نن سهار هغه مهال شوې ده چې یو شمېر استادان د پوهنتون له موټر په استفادې د خپلې دندې پر لور روان وو.
ځایي سرچینې وايي چې دغه استادانو د بغلان پوهنتون د کرنې په پوهنځي کې تدریس کاوه او ویل کېږي چې په برید کې مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
د لومړنیو راپورونو له مخې په برید کې دوه کسه وژل شوي او شپږ کسه نور ټپیان دي.
امنیتي سرچینو زیاته کړې چې پر دغه موټر په پلخمري ښار کې راکیټي برید شوی دی.
سرچینه وایي چې په وژل شوو کې یو موټر چلوونکی او محصل شامل دي او ټپیان بیا ټول د بغلان پوهنتون استادان دي.
په دې موټر کې ټولټال پنځه ویشت کسه محصلین او استادان د پوهنتون پر لور روان وو، چې د لارې په اوږدو کې برید ورباندې شوی دی.
دې پېښې په ټولنیزو رسنیو کې هم توند غبرګونونه پارولي دي او کاروونکو د پوهنتون پر استادانو برید ستر جنایت بللی دی.
تر اوسه د برید مسوولیت هېڅ ډلې نه دی منلی.
دا پیښه داسې مهال رامنځته کېږي چې په کابل کې د تېرې ورځې چاودنې هم ګڼ غبرګونونه پارولي دي.
په خواله او نورو رسنیو کې د کابل ښاریانو او کاروونکو د تېرې ورځې چاودنه بوږنوونکې بللې ده.
په دغه پېښه کې د یوې درې کلنې ماشومې او د هغې د مور په ګډون څلور کسه وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.
دغه چاودنه تېره ورځ د پوهنې وزارت، مخابراتو وزارت او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ملکي کارکوونکو پر یوه ګډ کاسټر ډوله موټر شوې ده.
په هېواد کې د نننه او بهر د بشري حقونو په برخه کې فعالو بنسټونو هم دا برید غندلی او د ورته پېښې د تکرار د مخنیوي غوښتنه یې کړې ده.