راپور: بشر درویش
د زابل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي ددې ولایت د بادامو د حاصلاتو د ۱۲ سلنې زیاتوالي خبر ور کړی دی.
د افغانستان د کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې د یاد ولایت د چارواکو له قوله وایي، چې له بڼوالو سره هر اړخېزې مرستې، د بڼوالو عامه پوهاوی، کافي ورښتونه او د ناروغیو میخانیکي مخنیوي هغه لاملونه دي، چې ددې ولایت د بادامو سږنۍ حاصلات د تېر کال په پرتله ۱۲ سلنه زیاته شوې ده.
د زابل د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت ۱۰ زره او ۷۵۰ هکټاره ځمکه د بادامو ونې پوښلي دي، چې سږکال یې حاصل د تېرکال په پرتله ۱۲ سلنه زیاته ده.
د کرنې ریاست چارواکي وایي:
« د کرنې ریاست او د بزګرانو په هلو ځلو سره د زابل ولایت د بادامو حاصلات ۱۲ سلنه زیاته شوې ده. موږ هلې ځلې کوو، چې د زابل ولایت کرنیز تولیدات د کیفیت له پلوه ښه او د کمیت له پلوه ډېر کړو.»
د نورو بڼونو جوړول او د بڼوالو هرکلی
د زابل د کرنې ریاست په دې ولایت کې د بادامو د لانورو بڼونو د جوړولو خبر ورکړ او زیاته یې کړه:
«موږ په دې هڅه کې یو چې د بادامو د نوي بڼونو په جوړولو سره او یا لږ تر لږه د نباتي افتونو د ضد درملو په رسولو سره ددې ولایت د بادامو د حاصلاتو کچه لوړ کړو.»
په ورته وخت کې د دې ولایت د بادامو بڼوال هم د بادامو له سږنۍ حاصلاتو خوښ دي.
زابل د هېواد په سوېل لوېديځ كې پروت ولایت دى، چې ډېری اوسیدونکي یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویلي، دې وزارت په وروستیو څوکلونو کې ددې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د بادامو د نوي بڼونو په جوړولو سره توانېدلې ده، چې د زابل د بادامو د حاصلاتو کچه لوړ او د بڼوالو عواید زیات کړي.