راپور: بشر درویش
په کابل کې د بادامباغ د څېړنیز فارم د ننه د سړکونو د قیراچولو چارې، پرون رسماً د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري په شتون کې پیل شوې.
ښاغلی غفوري ددې، فارم د سړکونو د قیراچولو د کار په پیل غونډه کې وویل:
«ددې فارم له جوړېدو تر دې دمه، د بادامباغ فارم د ننه د سړکونو شبکه په بنسټیز او ساسي ډول نه وو رغول شوي. نن د بادامباغ د فارم د ننه د ۳.۵ کیلو مټره سړکونو د قیراچولو چارې پیل شوې.»
دا فارم د څه لپاره دی؟
د افغانستان د کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ د بادامباغ فارم په ۴۰۰ جریبه ځمکه کې رغول شوی دی، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا په بېلابېلو کرنیزو، مالدارۍ او د خاورې پېژندنې په برخو کې ټول څېړنې په همدې فارم کې تر سره کیږي.
د بادامباغ په څېړنیز فارم کې هر کال دوه تر درې ځلې د حیواني او کرنیزو محصولاتو نندارتونونه هم په لاره اچول کیږي.
حشمت الله غفوري دغه راز وویل، چې ددې فارم د موټرو تم ځای، چې درې زره متر مربع مساحت لري هم په اساسي ډول قیریزي کیږي.
د هغه په خبره د بادامباغ د څېړنیز فارم د ننه د سړکونو او د موټرو د تم ځای د اسفالټ چارې تر راتلونکو څلور یا پنځو میاشتو پورې بشپړیږي.
کرنې وزارت ویلي چې د موټرو د تم ځای او د سړکونو قیراچونه ۴۴.۴ میلونه افغانۍ لګښت لري.