دا عادتونه مو په سرطان مرض له اخته کیدو ساتي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

عام ګومان دا دی، چې یوازې عمر خوړلي یا تر ۵۰ کلنۍ وراخوا خلک به د سرطان په خطرناکې ناروغۍ اخته کیږي.
خو داسې نه ده؛ په وروستیو کې مو ممکن پخپله شاوخوا کې هم زیات لږ عمره خلک لیدلي وي، چې سرطان نیولي او له پښو غورځولي.
د دې وضعیت یو لوی دلیل دا دی، چې ځوانان د سرطان ناروغۍ په اړه نه غواړي ځانونه سم پوه کړي.
دلته غواړو، چې پر دې ناروغۍ لږ تم او درته ووایو، چې کوم عادتونه مو له دې خطرناکې ناروغۍ څخه په ژغورلو کې مرسته کولای شي.
سګریټ مه څښئ
سګریټ څښل د ټولو خلکو لپاره د ځوانۍ له وخته په یوه بد عادت بدلیږي.
دا خورا بد او خطرناک عادت دی؛ بدې او خطرناکې پایلې لري او په بدو او خطرناکو مرضونو مو اخته کوي.
دا عادت تاسې د معدې، غټو کولمو، حنجرې یا ستوني، مثانې او نورو سرطانونو په مرض اخته کولای شي.
نو که غواړئ د نورو تاوانونو ترڅنګ له سرطانه هم بچ اوسئ، له سګریټ څښلو تېرشئ.
شراب مه څښئ
طبي څېړنې ښيي، چې په اونۍ کې تر درې پیکو پورې شراب څښل تاسې د سرطان په مختلفو ډولونو اخته کولای شي.
دا خطر په خاص ډول ښځو ته زیات متوجه دی؛ دوی د شراب څښلو له کبله د سینې په سرطان اخته کیږي.
ناپاکې اوبه مه څښئ
د ښارونو د هوا له ککړیدو سره د ښارونو اوبه چندان مطمینې نه دي.
که غواړئ چې د سرطان ناروغۍ ترڅنګ له نورو زیانونو هم خوندي اوسئ، د ککړو ښارونو له ککړو اوبو ځان وساتئ.
لږ تاوان ومنئ، کور ته د اوبو د تصفیې یو ماشین واخلئ او ډاډه پریمانه اوبه ورنه وڅښئ.
پلاستیکي لوښي مه کاروئ
په پلاستیکي یا یو بار مصرفو ظروفو او لوښو کې خوراک څښاک هم له هغو عواملو ګڼ کیږي، چې تاسې د سرطان په ناروغۍ اخته کولای شي.
د دغو لوښو استعمال نور زیانونه هم درته لري.
غوښه په احتیاط خورئ
د غوښې شوقیان په افغانستان کې بیخي ډېر دي. غوښه ګټې او زیانونه دواړه لري، ځکه خو باید په استعمال کې یې پوره محتاط اوسئ.
که مطمینه، پاکه او سمه غوښه ونه خورئ، امکان یې شته چې د نورو ناروغیو ترڅنګ مو خرابه غوښه په سرطان هم اخته کړي.
الکټرونیک وسایل کم کاروئ
د ټیکنالوژۍ په دې زمانه کې نیږدې هرڅه الکټرونیک شوي؛ تاسې د موبایل، کمپیوټر، تلویزون او نورو برقي وسایلو په استعمال کې محتاط اوسئ.
که موبایل زیات کاروئ، غوږ ته یې نیږدې مه نیسئ.
د دې پرځای به ښه وي، چې غږ یې لوړ کړئ او له لږې فاصلې څخه پکې وغږیږئ.
سم غذایي رژیم ولرئ
د سبزیجاتو، مېوو، مایعاتو او ویټامینونو پوره او لازمه تغذیه د هر سالم انسان لپاره ضرور ده.
که غواړئ سرطان نه شئ، دا کار بیخي په شوق وکړئ او هغه ډول ځان تغذیه کړئ، چې ډاکټران یې درته وایي.
تشویش مه کوئ
د سرطان د مخنیوي یوه مهمه لاره دا هم ده، چې له خپګانه ځان وساتئ.
له ملګرو سره وګرځئ، چکر ووهئ، ورزش او نور ذوقي کارونه چې د ذهني ستړیا او خپګان په مخنیوي کې مهم رول لري، ترسره کړئ.