د باچا خان مزار په بشپړیدو دی؛ د فخر افغان د مزار کمپلیکس جوړول ولې مهم دي؟

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

لیکنه: بشر درویش
د ننګرهار مرکز جلال اباد کې د فخر افغان باچا خان مزار بشپړیدو ته نیږدې شوی دی.
د ننګرهار چارواکي وايي، ددې مزار کارونه تقریباً پای ته نیږدې شوي دي او ژر به پرانیستل شي.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل او یو شمیر نورو لوړپوړو چارواکو پرون له دې مزاره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د افغانستان د جمهوري ریاست د چارو ادارې مشر فضل محمود فضل هم ګډون درلود.

پرون په ننګرهار کې د والي شاه محمود میاخیل وروستۍ ورځ او نن یې له دې ولایت سره د خدای په امانۍ مراسم ترسره کړل.
د تیرې ورځې په لیدنه کې چارواکو د پاچا خان روح ته د دعا ترڅنګ د یاد مزار د کمپلکس بېلابېلې برخې ولیدلې او خوښي یې وښوده چې چارې یې په بشپړیدو دي او ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
والي شاه محمود میاخېل وویل:

«په دې ولایت کې د دندې د پیل او نن د پای پر مهال مې د فخر افغان باچا خان مزار څخه د فکري تغیر په موخه لیدنه وکړه او خوښ یم چې د ماموریت د پای ته رسیدو پر مهال یې په دې ولایت کې د فکري تغیر د رامنځته کېدو ترڅنګ د باچا خان د مزار کمپلکس چارې هم بشپړې شوي دي.»

هغه د ټولو هغو کسانو څخه مننه وکړه چې د فخر افغان خان عبدالغفار خان مزار د کمپلکس په جوړیدو کې یې هلې ځلې کړي دي .

د خلکو هرکلی

د باچا خان د مزار پر جوړیدو له کلونو راهیسې هڅې روانې وي، خو تر اوږده ځنډ وروسته دا مزار تقریباً جوړ شو.
فرهنګپال، فعالان او لیکوالان ددې کار هرکلی او د یوه یاد شوي او د عدم تشدد فلسفې د مشر د حق اداینه یې بولي چې پر افغان حکومت او ټولنه یې درلوده.
خلک له دې امله ددې کار هرکلی کوي چې دا د یوې تاریخي څیرې مزار دی چې نړۍ کې خپل ځانګړی نوم او تګلاره لري او دا به ننګرهار کې د سیاحت کوونکو لپاره یو بل مناسب ځای وګرځي.

ترڅنګ دا مزار به د باچا خان د عدم تشدد فکر د ترویج، د هغه او نورو وطن ژغورونکو خلکو په اړه د راټولیدو، مشورو، کلتوري او فرهنګي غونډه یوه ښه پته وي.
ویل شوي په دې مزار کې یو شمیر هغه اسانتیاوې شته چې په علمي او نورو برخو کې د ناستو او راټولیدنو لپاره زمینه یې برابروي او تر ټولو مهم یې دا بلل کیږي چې د کوزنیو او برنیو افغانانو یو ګډ ارمان پوره کیږي.
خان عبدالغفار خان باچا خان چې د پښتنو د حقونو او عدم تشدد په لاره کې سختې تیرې کړي دي، څو کاله یې د پښتنو راویښولو ته خدمت کړی.
هغه په شلمه پيړۍ کې د خدايي خدمتګار په نوم د یوه ستر غورځنګ بنسټ ایښی دی، دا چې هغه د ولس له منځه او لپاره و، نو له همدې امله د خلکو په منځ کې تر اوسه خپل ځانګړی ځای لري او خلک ورته له دې امله چې هغه سره ځانګړې مینه یې درلوده، باچاخان یې ورته ویل او او د فخر افغان لقب یې ورکړی دی.
هغه اصل کې د کوزې پښتونخوا و، خو د هغه له وصیت سره یې سم یې جسد د بر افغانستان په جلال اباد ښار کې خاورو ته سپارل شوی دی چې اوس پرې تازه دا مزار ورغید.