ژباړه: حمیدالله حمیدي
د ایوب سلطان مسجد، لومړنی مسجد دی، چې په ترکیه کې د استانبول له فتحې وروسته په دغه ښار کې جوړ شوی دی.
دغه مسجد په ۱۴۵۸ مېلادي کال کې د عثماني ترکانو لخوا د استانبول د ایوب په سیمه کې، چې د طلایي شاخ له خلیج سره نېږدې موقعیت لري جوړ شوی دی.
د ۱۸مې پېړۍ په وروستیو کې د سختې زلزلې له کبله د مسجد ډېری برخې ونړېدې او ورانې شوې. له همدې کبله په۱۸۰۰ مېلادي کال کې له منارو پرته دغه مسجد یو ځل بیا له سره ورغول شو. د ایوب انصاري مقبره هم چې د حضرت محمد (ص) صحابي دی، د همدې مسجد په څنډه کې موقعیت لري او مسلمانا یې زیارت کوي.
ویډیو؛
https://youtu.be/TKVUCvlhu94
پر لمونځ کوونکو سر بېره هر کال په زرګونه مسلمانان د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه د دې مسجد لیدو ته ورځي او لمونځونه په کې ادا کوي.
دغه مسجد ټول ټال څلور منارې، یوه لویه او څلور کوچنۍ ګنبدې لري.
مسجد شاوخوا پارک لري، چې د خرما پر ونو او نورو زینتي بوټو ښایسته شوی دی.
یاد مسجد د نړۍ په لویو، مشهورو او ښایسته مسجدونو کې راځي. ددغه مسجد د شاوخوا سړکونو او جادو د جوړېدو تاریخ هم د عثمانیانو دورې ته ورګرځي.
دغه راز د ایوب سلطان د مسجد په څنګ کې چې کوم پلورنځي دي د عثمانیانو د دورې جامې او وسایل چې اوس نوي خو په هماغه سبک جوړېږي پکې پلورل کېږي.