دې ته اوپنینګ واي!؛ آسټرالیا په ۱۰ ویکیټو هند ته سخته ماته ورکړه

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

د هندوستان او آسټرالیا کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د هند په کوربتوب د درو یو ورځنیو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه نن سې شنبه ترسره سوه، چي پکښي آسټرالیا په لسو ویکیټو کوربه هندوستان ته ماته ورکړه.
82008764 10156879015812555 6691537825734590464 o دې ته اوپنینګ واي!؛ آسټرالیا په ۱۰ ویکیټو هند ته سخته ماته ورکړه
په یاده لوبه کي لومړی هند توپوهنه وکړه، هند د لوبي په ۴۹،۱ آورونو کي د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره آسټرالیا ته د ۲۵۶ منډو هدف وټاکه.
د هند لپاره شکر داوان ۷۴، کیل راهول ۴۷، پنټ ۲۸، جدیجا ۲۵، کیدر جادوا ۱۷ او ویراټ کوهلي بیا ۱۶ منډي جوړي کړې.
82553089 3090693577616384 6981208497694179328 o دې ته اوپنینګ واي!؛ آسټرالیا په ۱۰ ویکیټو هند ته سخته ماته ورکړه
د هند درې لوبغاړي میچل سټارک، دوه ـ دوه لوبغاړي پټ کومینز او کین ریچارډسن، خو آدم زیمپا او اشټون اګر بیا د هند یوه ـ یوه ویکیټ واخیستله.
82529416 3090377640981311 2270013236684259328 o دې ته اوپنینګ واي!؛ آسټرالیا په ۱۰ ویکیټو هند ته سخته ماته ورکړه
کله چي د آسټرالیا لوبغاړي د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته سول، د هند له لوري ورکړل سوی هدف ئې د لوبي په ۳۷،۴ آورونو کي د هیڅ لوبغاړي په نه سوځېدو سره پوره کړ او په دې سره ئې په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کي په لسو ویکیټو هند ته ماته ورکړه.
82318848 3090958107589931 8265044273385177088 o دې ته اوپنینګ واي!؛ آسټرالیا په ۱۰ ویکیټو هند ته سخته ماته ورکړه
د آسټرالیا لپاره د اوپنینګ تکړه لوبغاړو ډيویډ وارنر او ایرون فینچ په یوازي سر یاد هدف پوره کړ.
په یاده لوبه کي ډيویډ وارنر ۱۲۸ ناسوځېدلي او ایرون فینچ بیا ۱۱۰ ناسوځېدلي منډي جوړي کړې.
82173036 3090993947586347 7354748537936019456 o دې ته اوپنینګ واي!؛ آسټرالیا په ۱۰ ویکیټو هند ته سخته ماته ورکړه
هند او آسټرالیا کرکیټ ملي لوبډلي د لړۍ دوهمه یو ورځنۍ لوبه راتلونکې جمعه او درېیمه یو ورځنۍ لوبه بیا راتلونکې یکشنبه ترسره کوي.
81990873 10156878362042555 3570611269004165120 o دې ته اوپنینګ واي!؛ آسټرالیا په ۱۰ ویکیټو هند ته سخته ماته ورکړه