داچې د کرکټ شلاوریزه نړیوال جام ته ۵۹ ورځې پاتې دي، اسټرالیا کرکټ بورډ اوس لا ورته د ښه چمتوالي په موخه خپله ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه، چې په دې سره په راتلونکې نړیوال جام کې د ګډونوالو ۱۶ لوبډلو له ډلې اسټرالیا تر نیوزیلنډ وروسته دویم هیواد شو، چې ورته لوبډله اعلانوي.
نیوزیلنډ نهه ورځې مخکې خپله لوبډله اعلان کړې وه.
د اسټرالیا اعلان شوې ۱۵ کسیزه لوبډله
ایرون پینچ لوبډلمشر، ډیویډ وارنر، سټیو سمیت، ګلین مکسویل، میچل مارش، متیو وېډ، ایشټن آګر، پات کومینز، میچل سټارک، کېن ریچارډسن، ادم زیمپا، جوش هزلووډ، مارکووس سټونس، میچل سویپسون او جوش انګلیس.
احتیاطي لوبغاړي: ډان چریسټن، نتن آیلز او دانیل سامز.
Australia's first-choice players, who missed their recent tours of West Indies and Bangladesh, have returned to the T20 WC squad 🤔
Details 👉 https://t.co/nNQEyiuAnH pic.twitter.com/X15J99j3i6
— ESPNcricinfo (@ESPNcricinfo) August 19, 2021
د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام راتلونکی پړاو
ټاکل شوې وه د ۲۰۲۰م کال د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام د هند په کوربتوب ترسره شوی وای، خو د کورونا له امله وځنډول شو او اوس به د یاد هیواد پرځای په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.
د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام به د روان ۲۰۲۱م کال د اکتوبر میاشتې له ۱۷مې بیا د نوومبر میاشتې تر ۱۴مې نېټې پورې ترسره شي.
دا لوبې به د متحده عربي اماراتو په دوبۍ، ابوظبۍ او شارجه ښارونو کې ترسره شي.
د راتلونکي شل اوریزه نړیوال جام په اړه معلومات
راتلونکی شل اوریزه نړیوال جام په دوو پړاونو کې ترسره کیږي، چې په لومړي پړاو کې به بنګله دېش، سریلانکا، عُمان، پاپو نګیني، ایرلینډ، هالنډ، سکټالنډ او نیمیبیا هیوادونه په خپلو منځونو کې ۱۲ لوبې د عُمان هیواد په کوربتوب له ټاکل شوې نیټې مخکې ترسره کړي او څلور مخکښې لوبډلې به یې د ۱۲ لوبډلو غوره پړاو ته لاره پیداکړي.
افغانستان، هند، پاکستان، انګلينډ، ويسټ انډيز، سويلي افريقا، آسټراليا او نيوزيلينډ هغه اته لوبډلې دي، چې وار له مخې یې ۱۲ غوره لوبډلو ته لاره پیداکړې.
له هغه وروسته د اکتوبر میاشتې له ۱۷مې نېټې څخه بیا د نوومبر میاشتې تر ۱۴مي نېټې پوري د ۱۲ غوره لوبډلو ترمنځ په دوو ګرپونو کښي د کرکټ شل اوریزه نړیوال ترسره کیږي، چې هره لوبډله به په خپل ګروپ کښي پنځه ـ پنځه سیالۍ ولري.
د معلوماتو له مخې د هر ګروپ څخه به دوې ـ دوې مخکښي لوبډلې بل پړاو ته لاره پيداکړي، چې لومړی د څلورو لوبډلو ترمنځ دوې نیمه پایلوبې او له هغه وروسته به بیا د نوومبر میاشتې په ۱۴مه نېټه د دوو لوبډلو ترمنځ د شل اوریزه نړیوال جام پایلوبه ترسره شي.