کن ريچارډسن او ادم زمپا د بنګلور لوبډلې هغه لوبغاړي دي چې د کرونا وېروس د ډېرښت له کبله د هند څخه اسټراليا ته ولاړه.
د کرونا وېروس دويمي څپې په هندوستان کې تر بل هر وخت خطرناک تاثرات وارد کړي او خلک د يو سخت بشري ناورين سره مخ دي.
په همدې وخت کې هلته د هندوستان پرېمرليګ لوبې هم شروع دي چې خورا په جوش کې رواني دي او تر اوسه يې نيمه لاره هم نده طی کړې.
تېره شپه د حيدراباد او ډهلي تر لوبې وروسته هندي کريکټر روي چندرن اشوين ای پي ايل ترک وهی او پر خپل ټويټر اکاونټ يې وليکله چې غواړي پدې کرونايي حالت کې د خپلې کورنۍ سره پاته سي،او دادی نن بيا دوه اسټراليايان د کرونا وېروس له وېري بيرته خپل هيواد ته ستانه سوه.
د رويال چلنجرز بنګلور لوبډلې پرخپل ټويټر اکاونټ ليکلي چې ادم زمپا او کن ريچارډسن د شخصي لاملونو له کبله بيرته اسټراليا ته ولاړه او په پاته لوبو کې به د بنګلور لوبډلې برخه نه وي.دوی ويلي چې د بنګلور لوبډلې رهبري د دوی پرېکړي ته احترام کوي او ددوی پوره ملاتړ کوي.
Official Announcment:
Adam Zampa & Kane Richardson are returning to Australia for personal reasons and will be unavailable for the remainder of #IPL2021. Royal Challengers Bangalore management respects their decision and offers them complete support.#PlayBold #WeAreChallengers pic.twitter.com/NfzIOW5Pwl
— Royal Challengers Bangalore (@RCBTweets) April 26, 2021
تر دې وړاندي هم د راجستان لوبډلې لوبغاړي انډريو ټای د ستړيا د ډېرښت په بهانه اسټراليا ته ولاړی.
نن سهار په اسټراليا کې چاپېدونکي د سيدني مارنينګ په نامه ورځپاڼې خبر خپور کړی وو چې شايد لوبغاړي يې بيرته اسټراليا ته ورسي ،ددوی په خبره د اسټراليا حکومت اجازه ورکړې چې څو محدود مسافرين کولای سي د هند څخه خپل هيواد ته ستانه سي.
په هندوستان کې په اوسط ډول هره ورځ درې نيم لکه کسان په کرونا وېروس اخته کېږي.پرون يکشنبه پدې هيواد کې درې لکه څلورپنځوس زره کسان په کرونا وېروس اخته سوي وه چې له امله يې ۲۸۰۰ کسان مړه سوي وه.
کابو ۱۵ اسټرالياوي لوبغاړي په ای پي ايل ليګ کې لوبېږي.د سيدني مارنيګ د خبر له مخې شايد په نيږدو ورځو کې ټول اسټرالياوي لوبغاړي هند ترک وهي.