په ۱۴ یې پاکستانیان د آزادۍ دعوه کوي چې مونږ آزادي اخیستې.
کومه آزادي؟ د څه آزادي؟ او له چا نه آزادي؟
پاکستان آزاد شوی نه دی بلکې یو انګرېز تاسیس کړی؛ د دوه سره لرونکي چاړه یو سر یې د افغانستان په ټټر دننه کړ او بل سر یې د هندوستان په ټټر، د همدې چړې په ملا اوس پاکستانیان ژوند کوي چې هر وخت یې د لوېدو امکان شته او د تجزیه کېدو وېرې راخیستی ځکه خو پښې د دې چړې په ځيګر کلکې کلکې لګوي تر څو په سرونو یې فشار راوړي، لکه پېچونه د افغانستان و هندوستان په ځیګر یې پېچي (تاووي) تر څو سست نشي او وینه یې ونه درېږي.
دوی چې هېڅ کومه آزادي نه ده اخيستې او هر وخت د له منځه تللو وېره ورسره مل ده بیا هم ژوند کوي، خوشالي کوي، ځانونه آزاد بولي، د آزادۍ سندرې وایي او آزادي لمانځي.
ـ خوندوره ورپسې ۱۵ د اګست، د هند د آزادۍ ورځ ده، جالبه خو لا دا ده چې پاکستانیان ۱۴ په خورا سپین سترګۍ سره خپله د آزادۍ ورځ بولي او ۱۵ ته Black day (توره ورځ) وایي.
هو، پرون هم د هند د آزادۍ ۷۳ کليزه وه.
نو کله چې د هند ذکر کېږي او د دې رنګین هېواد په رنګونو خبرې ونشي خبرې به مو ضرور کم رنګه وي.
هندوستان ته د نړۍ د عجایبو هېواد هسې نه وي، هند د رنګونو نوم دی، چېرته چې د جهان ټول رنګونه راټوکېږي او پیدا کېږي، کم رنګي پکې نه تر سترګو کېږي او نه هم خوښېږي. په سینګار و ګاڼه سمبال د نړۍ تر ټولو خوش اخلاقه، خوش رویه، خندان، نرم دل، هنري، موسیقار، مهربانه او سوله خوښونکي خلک لري.
که د هند سینما (فلم، ډرامې، عشقي سندرې، مینه ناکه شاعري) نه وای، مونږ جنګ ځپلو افغانانو به مینه، محبت له چا زده کاوه یا د مینې وفا په مفهوم به له کومه پوهېدو؟
اتفاق، د خولې مړۍ د یو بل سره نیمول، وطن ته ژمن و وفاداره پاتې کېدل، خپلو سرتېرو سره مینه ښودل، ډاډ ورکول، له ولسمشره تر ولسکشره ټولو باندې د قانون پلي کول او قانون ته درناوی کوونکي خلک…
په هر صورت له موضوع لېرې ولاړم، اصلاً دوی دي داسې چې زمونږ احساسات راپاروي. د آزادۍ د ۷۳ کلیزې مبارکي ورته وایو.
ـ ها، ۱۹ د اګست چې د زمري د ۲۸ سره سمون خوري، زمونږ د ګران وطن افغانستان د خپلواکۍ سلمه کلیزه ده.
اصلي آزادي او خپلواکي زمونږه ده، زمونږ مشرانو د دې خپلواکۍ د تر لاسه کولو لپاره نه هېرېدونکې قربانۍ ورکړي او وینې تویې کړي.
مونږ ته یې آزادي راکړې، متاسفانه چې مونږ کې ځینې دومره بدبخته دي چې زمونږ د اصلي خپلواکۍ لمانځلو پیغور راکوي چې ګوندي نه آزاد و نه خپلواک یو. د همدې ځینو هېواد دښمنه کړیو له لاسه مو دښمن له موقع سوء استفاده کوي او دې منافق انګار ته پوکی ورکوي تر څو په لمبو بدل شي او شته حکومت و نظام پرې لولپه کړي او یو ځل بیا راباندې تورې ورځې تجربه او لا مو سل کاله پخواني ژوند ته ستانه کړي.
سهي ده چې خپلواکي ما او تا نده اخیستې، اما زمونږ خپلې وینې او خپلو اولیاوو وينې مونږ ته اخیستې، د پاکستان په څېر کوم انګریز ازادي نه ده رابښلې. اوس د دې خاورې ساتل او حکومت و نظام قایمول او ساتنه یې پر مونږ ټولو فرض دي، د راتلونکي نسل د هویت لپاره، د ابديت لپاره، د عزت و ناموس خونديتوب لپاره.
زمونږ دښمن یوازې پاکستان نه دی! امريکا، ایران، روس او… دا هغه دښمنان دي چې هېڅ کله دوست کېدلی نه شي او نه هغه بې شرمانه ماتې هېرولای شي چې افغانانو ورکړي دي.
دوی له هرې ممکنې لارې استفاده کوي، په شاتو کې د زهرو راکولو کوښښ کوي، د دوست په جامه کې له شا ګوزار راکوي، زمونږ له حرص و ځانځانی ګټه پورته کوي او مونږ د يو بل، خپل حکومت، دولت، قانون و نظام پر وړاندې تحریکوي.
مونږ مصروفه ساتي، پر مونږ، مونږ وژني، د کور دننه خیانت پر مونږ ترسره کوي، زمونږ پر ذهنونو دوی کار کوي تر څو ووایو چې مونږ خپلواک نه يو، غلامان یو…
مه پرېږدئ چې دښمن مو خپلو شومو موخو کې کامیاب او مونږ تور تاریخ بیا تجربه کړو!
د هېواد د خپلواکۍ سلمه کلیزه ښه په جوش او ولولو ولمانځئ او ښه پکې وخاندئ!
خپلواکي مو خپلواکي پاتې او سلمه کلېزه یې مبارکه شه!