ژباړه: ملیحه ناصري
د ډېریو خلکو په اند، زهره ځمکې ته تر ټولو نږدې سیاره ده؛ خو وروستیو څېړنو په ډاګه کړې چې عطارد د لمر ګردچاپېره مدار کې د ګرځېدو له امله ځمکې ته تر نورو نږدې ده.
دا چې کومه سیاره موږ ته نږدې ده، دا پوښتنه د ټولو ذهن کې ښايي پیدا شوي وي، خصوصاً د هغو کسانو به په دې اړه مالومات لرل خوښېږي چې له ستورپېژندنې او سیارو سره مینه لري. په خلکو کې ډېری په دې باوري وو چې زهره (venus) ځمکې ته نږدې ده.
د امریکايي پوهانو څېړنو ښودلې چې د مدار له پلوه زهره ځمکې ته نږدې ده؛ خو عطارد(mercury) بیا د لمر شاوخوا په خپل مدار کې د ګرځېدا پر مهال ډېر وخت موږ ( ځمکې) ته نږدې پاتې کېږي.
ولې عطارد راته نږدې ده؟
د الابا پوهنتون ډوکټور ( تام سټاکمن) په دې اړه داسې ویلي دي:
د هغو تېروتنو له امله چې کېږي، د سیارو تر مینځ د واټڼ په اړه ناسم مالومات خپرېږي. کله چې خلک د دوو سیارو تر مینځ واټن محاسبه کوي، هغوی د دواړو واټن له لمره کسر کوي. له بلې خوا ځينې وخت زهره لمر ته مخامخ کېږي، د دې لپاره چې دا دواړه سیارې په متفاوت سرعت باندې دوراني حرکت کوي.
له همدې امله یوه ډله څېړونکو یوه نوې تګلاره/تخنیک وکاراوه. دې تګلارې ته یې ټکی-دایره ویله. یعنې د سیارو مدار کې د یو اندازه ټکو/نقطو تر مینځ واټن په منځنۍ کچه محسابه کړ. کله چې څېړونکو دا تګلاره وکاروله، پام یې شو چې ډېریو برخو کې عطارد تر زهرې ځمکې، آن ذحل او نپتون ته هم نږدې ده.
د فضايي علومو د ستورپوهنې برخې استاد سټیون بکوېټ د دې تګلارې په اړه داسې وضاحت وړاندې کړ: داسې فکر وکړئ چې تاسو یوه سیمه(ویسکانسین) کې ژوند کوئ، نږدې ګاونډی مو د کال شپږ میاشتې ساړه په فلوریدا کې تېروي؛ نو د همدې لپاره په ژمي کې هغه کورنۍ چې یو کور هاخوا درنه اوسي، ستاسو تر ټولو نږدې ګاونډی دی.
خو ډېری کسان لا هم داسې فکر کوي چې دغه د دوو کورونو تر مینځ کورنۍ چې اوس فلوریدا کې ده، تر ټولو نږدې ګاونډی دی. حال دا چې تر ټولو نږدې ګاونډیان هغه دي چې په ژمي کې هم همدلته درسره دي.
سرچینې:
Www.yjc.ir
Livesince.ir
Gadgetnews.net