د اسیا جام سیالیو کې افغانستان او بنګله دیش دواړه د سرېلانکا په ماتولو ددې سیالیو د څلورو غوره لوبډلو سیالیو ته وتلي دي. د پنجشنبې په ورځ افغانستان او بنګله دیش په خپل ګروپ کې وروستۍ او خپلو کې لومړنۍ لوبه په ابوظبۍ کې کوي.
هر ټیم که یې وګټي، د اسیا جام سیالیو مهال ویش داسې جوړ شوی دی چې په سبا به یې، یعنې د جمعې په ورځ به بنګله دیش له هندوستان سره چې په اۍ ګروپ کې یې هانک ګانګ او پاکستان دواړه مات کړي، په دوبۍ کې د اسیا جام د څلور غوره ټیمونو لومړنی لوبه کې مخ کیږي.
ددې معنی داده چې له ننۍ لوبې وروسته به افغانستان ټیم په ابوظبۍ کې پاتې کیږي، او بنګله دیشي لوبغاړي به خپل بکسونه په همدې ورځ تړي او دوبۍ ته به ځي څو په سبا یې له هندوستان سره مخ شي.
دوو پرلپسې لوبو او په منځ کې یې د اماراتو له ابوظبۍ څخه دوبۍ ښار ته سفر د بنګله دیش پر لوبغاړو اضافي فشار راوړی دی. د بنګله دیش د ټیم کیپتان مشرف مرتضی پر دې مهالویش انتقاد کړی او دا یې خواشینونکی بللی دی.
افغان لوبغاړي هم د دمې لپاره ډیره وقفه نه لري او په سبایې افغانستان هم د اسیا جام د څلور غوره ټیمونو د سیالۍ په ترڅ کې له پاکستان سره مخ دی، خو لږ تر لږه دا لوبه په ابوظبۍ کې ده او افغان لوبغاړې د سفر ستړیا نه ګالي.
ننۍ لوبه او افغان ټیم
ګومان کیږي چې افغانستان به نن د بنګله دیش په وړاندې تر ډیره هماغه د سرېلانکا کړنلاره عملي کړي. د سرېلانکا په وړاندې په لوبه کې په 90 بالونو د رحمت شا 72 منډو د افغانستان د اوپنرانو لپاره یو پوخ پیل و او وروسته یې توپ وهونکو ته لاره پرانیسته چې په وروستیو اورونو کې پر بالرانو شاټونه ووهي.
پر دې سربیره به د افغانستان ډېر تمرکز بیا هم په خپلو درې سپینرانو راشد، مجیب او نبي وي. بنګله دیشي توپ وهونکي ددې کال د جون په میاشت کې په درې شل اوریزو لوبو کې د راشد خان په وړاندې له سختو ستونزو سره مخ وو. خو وبه لیدل شي، چې نن بنګله دیش په اماراتو کې له راشد خان سره څه کوي.
د کرکټ څارونکي وايي، که افغان لوبغاړي، په کابل کې د کرکټ بورد وروستي بدلونونو متاثره کړې نه وي او له زړه لوبه وکړي نو ظاهرا پر بنګله دیش لاس بری ښکاري.
د بنګله دیش کیپتان مشرف مرتضی که په دې لوبو کې څلور ویکټې نورو واخلي، نو نوموړی به لومړنی بنګله دیشي لوبغاړی شي چې په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې یې 250 ویکټې اخیستي. همدارنګه به نوموړې په عمومي توګه 17 م چټک بالر شي.
د افغانستان خوا ته رحمت شاه په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې خپله پنځوسمه لوبه ترسره کوي. له دې سره به نوموړی شپږم افغان لوبغاړی شي چې په پنځوسو نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې ګډون کوي. تر ده مخکې محمد نبي، محمد شهزاد، سمیع الله شینواری، دولت ځدراڼ او اضغر افغان دې مرحلې ته رسیدلي دي.