اپریل 11, 2021

افغان لوبډلې په اسیا جام کې نن دویمه سیال هم مات کړ

Advertisements

د نولس کلنو کم عمره ځوانانو په اسیایې جام سیالیو کې افغان کرکټ لوبډلې په خپله دویمه لوبه کې نیپال لوبډله ماته کړه.
دا د اسیایې جام سیالیو کې د افغان نولس کلنو ځوانانو دویمه بریا وه، تر دې وړاندې یې د متحده عربې اماراتو لوبډلې ته هم ماته ورکړې وه.
افغان نولس کلنه لوبډله د دغه سیالیو دفاعي اتله لوبډله ده، خو نن د نیپال لوبډلې د ښه مقاومت سره مخ وه.
د سیالۍ په پیل کې پچه د نیپال لوبډلمشر ګټلې وه او خپله یې د توپ وهنې پرېکړه کړې وه.
د نیپال نولس کلنو کم عمره لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو په ۳۹م اورو کې ټولې ۱۳۱ منډې جوړې کړې او افغان لوبډلې ته یې د ۱۳۲ منډو هدف وټاکه.
د نیپال لخوا پاډېل ښه توپ وهنه وکړه او ۴۹ منډې یې جوړې کړي اصف شيخ او راشد خان هم ۲۰ او ۲۹ منډې وکړي خو په مقابل کې یې افغان توپ اچوونکو دوی د یوه لوړ هدف د ټاکلو لپاره پرېنښودل.
ځوان افغان لوبغاړي عضمت الله عمرزي د نيپالۍ ځوانې لوبډلې ۴ لوبغاړي وسوځول، په نهو اورونو کې څلور مېډن کړل او ۱۴ منډې یې ورکړې، عبدالرحمن او قیس احمد هم دوه، دوه لوبغاړي له میدانه رخصت کړل، رضوان الله مراد او نوید احمد هم په ویکټو کې خپله برخه وکړه او یو ، یو لوبغاړي یې اوټ کړل.
په مقابل کې افغان لوبډلې هم د یوه نسبتا ښه پيل وروسته خپلې ویکټې ژر ژر ورکړي، خو ویې کولی شول چې ورکړل شوی هدف په ۳۸م اورو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړي او د اسیایې جام په سیالیو کې خپله مقابله لوبډله په دریو ویکټو ماته کړي.

رحمان الله ګربز ۲۶، ریاض حسن ۱۱، اعجاز ۱۶، عضمت الله ۲۳، محمد اسحاق ۱۰ او د محمد اصف ۲۳ ناسوځېدلې منډې جوړې کړي.
د نیپالۍ ځواني لوبډلې لخوا تامانګ د څلورو افغان لوبغاړو په سوځولو غوره توپ اچوونه وکړه، راشد خان، صرراف او دکال بیا یو یو لوبغاړی وسوځاوه.
په اسیایي جام کې دا د افغان لوبډلې دويېمه لوبه وه چې د ۳ ویکټو په توپير افغان لوبډلې وګټله.
د خپلې اتلولۍ د دفاع په موخه به افغان لوبډله د اکټوبر د میاشتې په دویمه خپله بله لوبه د هندوستان د ۱۹ کلنو لوبډلې سره وکړي.
تر اوسه په A ګروپ کې افغان او هندوستانۍ دواړه لوبډلو دوه ، دوه لوبې ګټلې خو د هندوستان لوبډله د ښه نیټ رن ریټ په اساس په ګروپ کې لومړی او افغان لوبډله دویم ځای لري.
په Bګروپ کې بیا د سریلانکا لوبډلې خپلې دواړه لوبې ګټلي او لومړی ځای لري خوهنکانګ خپلې دواړه لوبې بایللي او وروستی دی.

د شهزاد محمدي شوخي او د خلکو مینه

لیکوال: سمیع الله درانی - برخه : سپورټ

Advertisements شهزاد محمدي د افغانستان په لوبډله یو له ساعت تیرو لوبغاړو څخه دی، چې هر وخت له مینوالو، لوبغاړو، داخلي لوبو او بهرنیو لوبو کې له لوبغاړو سره خوش طبعي کوي. د کرکټ ملي ... نور ولولئ