پرون دوشنبه افغان کرکټ بورډ د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې د درې واړه فارمټونو لوبډلمشر اصغرافغان لرې او پرځای یې حشمت الله شهیدي د ټیسټ او یو ورځنیو لوبو لوبډلمشر او رحمت شاه زرمتي یې د مرستیال لوبډلمشر په توګه وټاکه.
ددې ترڅنګ بورډ راشدخان ارمان په شل اوریزه سیالیو کې د مرستیال لوبډلمشر په توګه غوره کړ، خو خپره کړې اعلامیه کې یې ویلي، شل اوریزه سیالیو ته به هم ډېر ژر نوی لوبډلمشر معرفي شي.
تر یادي پرېکړې وروسته شاوخوا تر ۲۴ ساعته چوپتیا وروسته اصغر افغان په دې تړاو خبري کړي او پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼې یې حشمت الله شهیدي ته د لوبډلمشرۍ مبارکي ویلې.
اصغر افغان ویلي، له دې وروسته به هم ټوله به ګډه هڅي کوو ترڅو د هیواد لپاره بریاوي راوړو.
اصغر افغان لیکلي:
‹‹سلامونه او نېکې هیلې؛ لوي څښتن تعالی دې وکړي چې روغ او صحتمند اوسئ. ملگري او تکړه لوبغاړي حشمت الله شهیدي ته د گران هیواد د کرکټ ملي لوبډلې د لوبډلمشر په توگه د ټاکل کېدا مبارکي وایم. مونږ ملي لوبډلې په پوره هیوادنۍ مینه او ژمنتیا له پیله تر اوسه؛ ستاسو عزتمنو هیوادوالو د دعاوو او اتلو لوبغاړو د همیشني مهنت او هڅو په برکت د گران هیواد کرکټ دې مقام ته رارسولی او (انشاالله) چې په گډه او پوره ملاتړ به دا ویاړلی کاروان، همداسې ویاړلی روان ساتو.››