په دریو واړه فارمټونو کې د افغان کرکټ ملې لوبډلې پخواني لوبډلمشر اصغر افغان، په شل اوریزه سیالیو کې د ملې لوبډلې نوي ټاکل شوي لوبډلمشر راشدخان ارمان ته مبارکي ویلې.
اصغر افغان پر خپلې رسمې فیسبوکپاڼې او ټویټرپاڼې ویلې، راشدخان یوازې د هیواد نه؛ بلکې د نړۍ د غوره لوبغاړو څخه شمېرل کیږي او د هیواد لپاره یې ویاړونه راوړې دي.
اصغر زیاته کړې، که خدای کول د راشدخان تر کپتانۍ لاندي به د افغانستان ملې لوبډلې د بریاوو لړۍ همداسي روانه او مداومه وي.
هغه لیکلې:
«ډیر قدرمن ملگري او غښتلي ملي اتل راشدخان ته دې د شل آوریزې ملي لوبډلې د کفتانۍ اعزاز مبارک وي. راشدخان نه تنها ددې هیواد بلکه د نړۍ له غوره لوبغاړو شمیرل کیږي او گران هیواد ته یې بې شمیره ویاړونه راوړي دي .که خدای کول د نوموړي تر کفتانۍ لاندې به د گران افغانستان د بریاوو لړۍ همداسې روانه او مداومه وي.انشاالله.»
ډیر قدرمن ملګری او غښتلي ملي اتل راشدخان ته د شل آوریزې ملي لوبډلې دکفتانۍاعزاز مبارک وي
راشدخان نه تنها ددې هیواد بلکه دنړۍ له غوره لوبغاړو شمیرل کیږي ګران هیواد ته یې بې شمیره ویاړونه راوړي دي.
که خدای کول دنوموړي ترکفتانۍ لاندې به دگران افغانستان د بریاو لړۍ همداسې مداومه وي pic.twitter.com/WyZKiTxycN— Asghar Afghan (@MAsgharAfghan) July 6, 2021
د ملې لوبډلې تازه ټاکل شوي لوبډلمشران
افغان کرکټ بورډ یوه میاشت وړاندې هشمتالله شهیدي د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ټیسټ او یو ورځنیو لوبو لوبډلمشر وټاکه او ترڅنګ یې رحمتشاه زرمتي د مرستیال لوبډلمشر په توګه وټاکه.
یاده خبرپاڼه کې د اصغر افغان په اړه ویل شوي وه، چي د افغانستان او زمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د لومړۍ ټیسټ لوبې په اړه چې د افغانستان کرکټ بورډ تحقیقاتي کمیټې کومې څېړنې ترسره کړې، د هغې له مخې دا جوته شوه، چې د یادو سیالیو په لړ کې د افغان ملي لوبډلې د پخواني لوبډلمشر اصغر افغان ځینې پرېکړې د دې لامل شوې، ترڅو افغان لوبډله لومړۍ ټیسټ لوبه وبايلي.
یاده خبرپاڼه کې راغلي وه، چې په همدې موخه، د افغانستان کرکټ بورډ د غړو د ګډې پرېکړې پر اساس اصغر افغان د افغان ملي لوبډلې د لوبډلمشر په توګه له خپلې دندې څخه ګوښه، او پرځای یې د نړیوالو یو ورځنیو او ټېسټ لوبو لپاره حشمت الله شهیدي د لوبډلمشر او رحمت شاه زرمتي د مرستیال لوبډلمشر په توګه غوره شول.
ددې ترڅنګ په یاده خبرپاڼه کې لیکل شوي وه، د شل اوریزو نړیوالو لوبو لپاره به ډیر ژر نوی لوبډلمشر معرفي او راشد خان به په یاد فارمټ کې د مرستیال لوبډلمشر په توګه پاتې وي، خو پرون سې شنبه یې راشدخان د ملې لوبډلې د لوبډلمشر په توګه او نجیبالله ځدران یې بیا د مرستیال لوبډلمشر په توګه وټاکه.