اصغر افغان ۳۳ کلن شو؛ موږ یې د لوبو په اړه معلومات راټول کړي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان نن سې شنبه ۳۳ کلن شو.
اصغر په ۱۹۸۷م کال کې د فیبرورۍ میاشتې په ۲۲مه نېټه کابل ولایت کې زېږېدلی.
افغان کرکټ بورډ پر خپلې رسمي فیسبوک پانې هغه ته د کلیزي مبارکي ویلې او لیکلي یې دي:

«افغان د خپلي لوبډلمشرۍ په موده کې د افغانستان لپاره په ۲۰۱۷ز کال کې د ټېسټ سیالیو غړیتوب، د ټېسټ لومړۍ بریا، په ۲۰۱۸ز کال کې د نړیوال جام سیالیو ته د لارموندنې پړاو اتلولي، همدارنګه د شل اوریزه سیالیو دوامداره پرلپسې بریا او ورته نور ویاړونه ترلاسه کړې دي.»

د اصغر افغان لوبې

د ویکپیډیا د معلوماتو له مخي لوبډلشمر اصغر افغان له ملې لوبډلې سره دوې ټیسټ، ۱۰۲ یو ورځنۍ او ۵۹ بیا شل اوریزه لوبې ترسره کړې دي.

ټیسټ لوبې

اصغر افغان لومړنۍ ټیسټ لوبه د ۲۰۱۸م کال په جون میاشت کې د هند خلاف ترسره کړې ده او وروستۍ ټیسټ لوبه یې بیا د ۲۰۱۹م کال په نوومبر میاشت کې د ویسټ انډيز خلاف ترسره کړې ده.
ښاغلي  افغان په ترسره کړو دوو ټیسټ لوبو کې ۲۴۵ منډې جوړي کړې، چې لوړې منډې یې ۹۲ دي.
inbound4208114587448360739 اصغر افغان ۳۳ کلن شو؛ موږ یې د لوبو په اړه معلومات راټول کړي

یو ورځنۍ لوبې

اصغر لومړنۍ یو ورځنۍ لوبه د ۲۰۰۹م کال په اپرېل میاشت کې د سکاټلېنډ په وړاندې او وروستۍ هغه یې بیا د ۲۰۱۹م کال په نوومبر میاشت کې د ویسټ انډيز خلاف ترسره کړې ده.
افغان په ترسره کړو ۱۰۲ یو ورځنیو لوبو کې ۲۰۷۸ منډې جوړې کړې، چې په یوه لوبه کې یې ترټولو ډېرې منډې ۱۰۱ منډې دي.

  • inbound8013977719736378110 اصغر افغان ۳۳ کلن شو؛ موږ یې د لوبو په اړه معلومات راټول کړي

شل اوریزه لوبې

لوبډلمشر اصغر افغان لومړنۍ شل اوریزه لوبه د ۲۰۱۰م کال په نوومبر میاشت کې د ایرلنډ خلاف او وروستۍ شل اوریزه لوبه یې بیا د ۲۰۲۰م کال په مارچ میاشت کې د ایرلنډ خلاف ترسره کړې ده.
هغه په ترسره کړو ۵۹ شل اوریزه سیالیو کې ۱۰۵۶ منډې جوړې کړې دي، چې په یوه لوبه کې یې تر ټولو ډېرې منډې ۶۲  دي.
inbound5232982652034743754 اصغر افغان ۳۳ کلن شو؛ موږ یې د لوبو په اړه معلومات راټول کړي