ریاض: سعودي عربستان د بهرني کارمندانو د ویزو موده د اکتوبر تر ۳۱ نېټې په بېخي وړیا توګه غځوي.
د عربي رسنیو د راپورونو له مخې، د دوو سپېڅلو جوماتونو سرپرست، پاچا سلمان بن عبد العزیز ، د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر تر ۳۱ مې نیټې پورې په سعودي عربستان کې میشتو بهرنيانو ته د وتلو نیهایي ویزو آنلاین تمدید منظور کړ.
د شاهي فرمان په صادرولو سره، د پاسپورت ریاست د ټولو بهرنيانو د وتلو وروستي ویزو اعتبار د اکتوبر تر ۳۱ پورې غځولی دی.
د رسنیو راپورونو په حواله، ټول هغه کډوال چې د سعودي عربستان څخه د سفر محدودیتونو له امله د وتلو ویزې نه شوي کارولی، د دوی ویزې په وړیا توګه د ۲۰۲۰ اکتوبر تر ۳۱ پورې غځېدلي.
د سعودي خبري اژانس د راپور له مخې، د مالیې وزارت د شاهي فرمان له صادرېدو وروسته د ویزو د غزولو لارښوونې شروع کړي.
د پاسپورت څانګې بهرنیو کارګرو ته ډاډ ورکړی، چې د دوی ویزې آنلاین غځول شوې دي. دا کار د ملي معلوماتو مرکز په همکارۍ ترسره شو.
د پاسپورټ څانګې لخوا خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې هېڅ مهاجر د ویزې غځولو لپاره د پاسپورت څانګې دفتر ته د راتلو اړتیا نه لري. د راپور له مخې، د شاهي فرمان وروسته، د پاسپورت څانګې، ۲۸،۸۸۴ ویزې غځولې دي.