مڼه د خدای له هغو نعمتونو څخه شمېرل کېږي چې خورا ګټې لري. که د ورځې یوه مڼه وخوړل شي, وجود روغ ساتي او انسان روغتیاپال ته د ورتلو لپاره نه اړ کېږي.
د نړۍ په کچه داسې کسان هم شته چې د خدای ج دا ښکلی نعمت نه شي خوړلی. څوک یې له بویه بده وړي, د چا یې خوند بد ایسي, څوک هم حساسیت ورسره لري.
خو پوهانو د دې ستونزې د حل په موخه یوه جالبه تګلاره وموندله. دوی تر 2010 ز وروسته, یانې 2011 ز کې داسې مېوه جوړه کړه چې خوند یې د انګور او بڼه یې د مڼې وه.
د دې په پار یې د انګورو او مڼې جنیټیک سره یو ځای کړ. له همدې جنیټیکي ترکیب څخه یې انګور- مڼه جوړه کړه چې په انګلیسي کې یې نوم د مڼې او انګور ترکیب ( grapple) دی.
دا مېوه لږ څه قېمته پلورل کېږي. له نورو مېوو څخه جلا ځکه اېښودل شوې وي چې څوک یې له مڼو سره غلطه نه کړي.
له هماغه کال راهیسې په لویدیځه نړۍ کې خلک د دې مېوې عامېدو ته په تمه وو چې بلاخره بازارونو او مېوه پلورځنیو ته د پلور په موخه را وایستل شوه.