د افغانستان د کورني کرکټ غوره لیګ «APL» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو لمړي پړاو لوبې نن د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې پيل شوې، چې پکې کابل ځوانانو لوبډلې بریا خپله کړه.
په دغه لمړۍ سیالۍ کې د کابل ځوانانو لوبډلې د راشد خان په لوبډلمشرۍ کې د ټاس په ګټلو پکتیا پینټرز لوبډلې ته د لمړۍ توپ وهنې موقع ورکړه.
پکتیا پینټرز لوبډلې د شهزاد محمدي په لوبډلمشرۍ کې په خپلې لمړۍ توپ وهنه کې د لوبې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د محمد شهزاد د ۶۷ او سکندر رضا د ۷۸ منډو پرمټ ۲۱۸ منډې جوړې کړې او کابل ځوانانو لوبډلې ته یې د ۲۱۹ منډو هدف ورکړ.
د کابل ځوانانو لوبډلې لوبغاړو هم د دغه ستر هدف په لاسته راوړلو کې برید کونکې لوبه ترسره او د لوري ایوینس د ۷۹ ناسوځیدلو منډو پرمټ یې بریا خپله کړه.
د پکتیا لوبډلې لخوا شراف الدین اشرف او طاهر عادل دوه دوه لوبغاړي وسوځول او هم د کابل ځوانانو لوبډلې لخوا ظاهر شهزاد دوه لوبغاړي وسوځول.
د دې سیالیو په دویمه ورځ سبا به دوه لوبې ترسره شي، چې پکې به کابل ځوانانو لوبډله د بلخ او کندهار لوبډله د ننګرهار لوبډلې خلاف په سیالۍ کې بخت و ازمايي.
د افغانستان د کورني کرکټ غوره لیګ سیالۍ د افغان کرکټ بورډ په نوښت د لمړي ځل لپاره د ۵ لوبډلو په ګډون په متحده عربي اماراتو کې پیل شوې، چې پکې کابل ځوانان د راشد خان، بلخ لیجنډز د محمد نبي، کندهار نایټز د اضغر افغان، پکتیا پینټرز د محمد شهزاد او ننګرهار لیوپرډز د اسټرالوي بین کټینګ په لوبډلمشرۍ کې غوره شوې دي.
د دې لیګ سیالیو په ۵ واړه ګډون کوونکو لوبډلو کې د نړیوال کرکټ څخه د ویسټ انډیزي کریس ګیل، انډریو رسل، نیوزیلینډي برینډن مکلم، لوک رانکي، میچل میکلینیګن، پاکستاني شاهد افریدي، افریقايي کیمرون ډیلپورټ، وین پارنیل، اسټرالوي بین کټینګ، انګلستاني بین لاولین، راوي بوپارا، زیمبابوي سکندر رضا، ملکولم والر او نورو هېوادونو څخه مشهوره پیاوړو لوبغاړو ګډون کړی دی.
د افغانستان د کورني کرکټ افغان غوره لیګ دا لوبې به د روانې اکټوبر میاشتې تر ۲۱ مې نېټې پورې دوام وکړي او هره لوبډله په لمړۍ راونډ کې دوه ځلې یو بل سره مخ کیږي.