د ژوند له قهرجن ملګري سره به څنګه ګوزاره کوو؟

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

په افغانستان کې دا ستونزه بیخي جدي ده؛ دلته هغه ترټولو آرام او کرار نارینه هم د ښځو پر وړاندې بد ګوزارې ګڼل کیږي.
دلته به له خویندو سره په دې اړه مشورې شریکې کړو، چې د ژوند داسې ملګرو سره څنګه ګوزاره وکړي، یا یې د سمولو کوشش وکړي؟
ولې بد ګوزارې دي؟
د ژوند د ملګرو (نارینه وو) د بد خویۍ ګڼ لاملونه دي.
دا لاملونه هم ارثي کیدای شي، هم رواني، هم اقتصادي، ټولنیز او ګڼ نور.
په دې ډاډه اوسئ، چې هغه به اول نه دغسې نه و.
هغه به له شوقه داسې اوسیدل نه غواړي، څه دلیل به وي، چې داسې بد ګوزارې کړی یې دی.
په داسې حالاتو کې تاسې نهیلې کیږئ مه، حوصله لوړه ساتئ او هڅه وکړئ، چې د ژوند بد ګوزارې ملګری مو یو رقم لارې ته کړئ.
دلته به ولولئ، چې کومې لارې چارې مو ګوزاره ورسره اسانوي او هغه ته د لارې ته کیدو فرصت برابرولی شي.
ډاریږې مه!
له غوسې نه وېره مه کوئ، بلکې ځان یې له کنټرولولو سره عادت کړئ.
رواني څېړنو ښودلې، چې غوسه ناک خلک قوي نه دي، ځکه وېره ترې نه ده په کار.
دوی اصلاً ناروغان دي. څنګه چې ماشومان په نه خبره ژاړي، د مشرانو یا لوړ عمرو غوسه هم همداسې د یوې کمزورۍ نښه ده.
نو تاسې به وېریږئ نه، نفرت به هم نه ورڅخه کوئ؛ بلکې کوشش وکړئ، چې د ژوند ملګری مو درک کړئ او خواخوږي ورسره ولرئ څو د قهرکیدو ستونزه یا ناروغي یې ختمه او کمه شي.
از خود ِ خشم نترسید. این را بدانید که خشم از کمبود قدرتی واقعی ناشی می‌شود. در اغلب موارد خشم، به این دلیل ظاهر می‌شود که فرد کنترلی روی موقعیت پیش آمده ندارد. پس از این به بعد به خشم همسرتان مانند گریه‌ی یک کودک نگاه کنید، نه غرش یک شیر!
خپله رویه وارزوئ!
هر وخت به غوسه کیدونکی کس یا د ژوند ملګری په غوسه کیدو نه ګرموئ؛ د دې امکان شته چې تاسې ملامته اوسئ او ستاسې غلطه رویه د مقابل لوري د غوسې سبب وي.
نو خپله رویه وارزوئ او که ملامتي ستاسې وه، ځان اصلاح کړئ.
دا یې یو عادت دی!
د ژوند ملګری به مو ګڼ ښه عادتونه هم لري، ښه عادتونه که یې خوښوئ، نو ومنئ چې هغه د غوسه کیدو په شان ځینې بد عادتونه هم لري.
که مو دا ومنله، ورسره عادي کیږئ او بیا به یې په غوسه کیدو ډېر زړه نه خورئ.
غوسه یې کنټرول کړئ
غوسه کنټرولیدای هم شي؛ خاصتاً د ژوند د ملګري غوسه.
دلیل یې دا دی، چې تاسې کولای شئ هغه تر هرچا زیات او ښه درک کړئ.
له درک کولو سره یې پوهیږئ، چې ولې، کله او څنګه غوسه کیږي.
درک کول یې مرسته کوي، چې د غوسې مخنیوی وکړئ او غوسه یې کنټرول کړئ.
لویه ستونزه شته!
غوسه ناک خلک خامخا یوه لویه او جدي ستونزه لري.
هڅه وکړئ له غوسې غیر حالت کې مو د ژوند ملګری وغږوئ، په دې ستونزه یې ځان پوه کړئ.
چې په ستونزه پوه شوئ، یا یې په حل کې مرسته وکړئ او یا ډاډ ورکړئ، چې ستونزه دومره جدي نه ده او که ده هم نه باید دومره زړه ورته وخوري.
غوسه په خندا ووژنئ
د ژوند ملګری که هرڅومره هم غوسه ناک وي، تاسې یې د کمزورۍ ټکي پېژنئ او استفاده ورڅخه کولای شئ.
ګڼو نارینه وو ته د ښځینه وو خندا، نرمې خبرې او یا بل داسې عادت د کمزورۍ ټکی وي.
تاسې هم په همدې ډول د ژوند د ملګري غوسه ووژنئ.
غوسه یې مه تغذیه کوئ!
غوسه معمولاً څو ثانیې یا دقیقې وي، البته که تاسې یې تغذیه نه کړئ.
تغذیه یې همدا ده، چې د ژوند ملګري سره د غوسې وخت کې خبرې واړوئ او ضد وکړئ.
که داسې ونه کړئ، خاموشه پاتې شئ یا وروسته په څو کرارو خبرو وضاحت ورته ورکړئ، غوره به وي.